د بېلابېلو توکو پلورلو لپاره له لوډ سپیکر څخه کار اخیستل، د موټرو بې ځایه هارنونه او د چارو ترسره کولو لپاره د جنراتورونو کارول هغه الات دي چې د کابل ښار اوسېدونکي یې تر بل هر وخت ډېر پتنګ کړي دي.
په همدې موخه د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو معاونیت او د روغتیایي چاپيریال د ریاست له لوري د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د کابل ښاروالۍ مسوولین د دې ستونزې د حل لپاره ګډ کار اړتیا بولي او وایي، هڅه کوي په پلازمینه کې ټولې هغه بې نظمۍ حل کړي چې ښار ورسره مخ دی.
دوی له خلکو غواړي چې په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي، ترڅو د افغانستان غوره فرهنګي انځور نړیوالو ته وړاندې شي.
د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال محمد خالد سجستاني وايي: « نن زموږ د رسنیو همکاران دلته شته دي او موږ غوښتنه کوو چې په دې اړه له موږ سره همکاري وکړي؛ ځکه د دوی غږ تر هره کوره او هر وګړي پورې رسېږي. د غږیزې ککړتیا مخنیوی د ټولو ګډ کار دی او یوازې د کابل ښاروالۍ له وسه پوره نه دي.»
په ورته مهال، د چاپیریال ساتنې ادرې چارواکي بیا په دې برخه کې د مسوولیت لرونکو ادارو په همغږۍ ټینګار کوي او وایي، د صنعت او سوداګرۍ او مالیې وزارت ته یې مکتوب لېږلی، ترڅو د لوډسپیکرونو د واردولو مخه هم ونیسي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین ذینالعابدین عابد وايي: « موږ له اوقافو وزارت څخه مخکې هم غوښتي او بیا هم یادونه کوو چې دوی باید د مساجدو له لارې خلکو ته پوهاوی ورکړي. همدارنګه موږ مالیې وزارت ته هم مکتوب استولی او دغه راز مو صنعت او سوداګرۍ وزارت ته هم مکتوب استولی او ترې غوښتي مو دي چې د دې کوچنیو لوډسپیکرونو د وارداتو مخه ونیسي.»
بل لور ته د کابل ښاروالۍ د چاپیریال ساتنې او د چاپیریالي روغتیا مسوولین وایي، د دې ستونزې د حل په برخه کې یې هڅې روانې دي او په خبره یې، تر اوسه له ۲۲ زرو ډېر لوډ سپیکرونه د ښار له بېلابېلو برخو راټول شوي دي.
د کابل ښاروالي د چاپېریال ساتنې او چاپېریالي روغتیا رئیس نجیبالله ذاهد وايي: « د اسلامي امارت له راتګ سره ۲۲ زره ۵۴۸ پایې لوډ سپیکرونه راټول شوي دي.»
دا غونډه په داسې حال کې وشوه چې تر دې دمه په ښار کې د لوډ سپیکرونو د راټولولو په تړاو کوم عملي او جدي اقدام نه دی شوی، خو د ښاروالۍ له لوري د دې غونډې له جوړېدو وروسته به ښکاره شي چې په دې تړاو کوم عملي اقدامات ترسره کېږي او که نه.