هرات کې د یوې مرستندویه موسسې له خوا له ایران څخه ۲۸۰ راستنو شویو او اړمنو کورنیو ته ۵۹ زره ډالره نغدې مرستې ووېشل شوې.
مسوولان د یادو مرستو موخه د اړمنو کورنیو لاسنیوی یادوي او د خپلو مرستو د دوام ډاډ ورکوي.
د مرستندویه موسسې مسوول عبدالله صمیم وايي: « دا کسان زموږ د نغدي مرستو او حقوقي مشورو پروګرام په چوکاټ کې راتلل. له هرې کورنۍ سره ۲۳۱.۴۴ ډالره مرسته شوې او هغو کسانو ته حقوقي مشورې ورکړل شوې دي چې اړتیا یې لرله.»
بله خوا، راستانه شوي کډوال هم هېواد کې بې روزګاري او د ژمي را نږدې کېدو سره د سرپناه نه شتوالی له خپلو اساسي ستونزو یادوي او د حل غوښتنه یې کوي.
له ایران راستون شوی فخرالدین وايي: « موږ له دولت، مرستندویه موسسو او سوداګرو غوښتنه کوو چې راستنو شویو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي، دا ټول روزل شوي او په کار پوه کسان دي.»
راستون شوی غلام حضرت وايي: « زه هم له دولت غوښتنه کوم چې د کار زمینه راته برابره کړي، ترڅو خپلې کورنۍ ته نفقه پيدا کړم.»
دا په داسي حال کې ده چې د مسوولانو له معلوماتو سره سم، په تېرو ۱۰۵ ورځو کې د یو میلیون څخه زیات کسان د اسلام کلا بندر له لارې هېواد ته راستانه شوي.