د بګرام پوځي اډې په اړه د امريکا ولسمشر پرله پسې څرګندونو په اړه د سيمې ځينو هېوادونو غبرګونونه لا هم دوام لري. په دې لړ کې تازه ايران هم په افغانستان کې د امريکا له لوري د پوځي اډو له جوړولو سره مخالفت ښودلی.
د دې هېواد بهرنيو چارو وزارت که څه هم دغه پوځي اډې د سيمې لپاره د اندېښنې وړ بللي، خو زياته کړې يې ده چې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ په څنډه کې يې له چين، پاکستان او روسيې سره د يادې موضوع په اړه ګډ دريځ هم نيولی.
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي: « موږ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې یوه څلور اړخیزه ناسته لرله چې په پایله کې یې بیانیه هم صادره شوه. یوه اندېښنه هم په افغانستان کې د بهرنیو لاسوهنو په اړه ده او دا چې د افغانستان په داخل یا شاوخوا سیمو کې نظامي اډې جوړې شي.»
د حکومت ویاند هم له سکای نیوز سره مرکه کې پرخپل تېر دريځ ټينګار کړی او ويلي يې دي چې اسلامي امارت په هېڅ صورت کې چا ته د افغانستان د خاورې کومه برخه نه سپاري.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي: « د دوحې تړون پر بنسټ امریکا هوکړه کړې چې د افغانستان په کورنیو چارو کې به مداخله نه کوي او دې ژمنې ته باید درناوی وشي. افغانستان یو خپلواک هېواد دی او دغه خاوره پر افغانانو پورې اړه لري. موږ به خپل مسیر له هر ډول فشار پرته تعقیب کړو.»
د سیاسي چارو شنونکي دېته په پام چې حکومت د نورو هېوادونو په چارو کې د مداخلې نه کولو ډاډ ورکړی او وايي، نور هېوادونه دې هم د افغانستان بې طرفي درک او په چارو کې دې يې مداخله نه کوي.
د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « لکه څرنګه چې افغانان ځان ته دا حق نه ورکوي چې د نورو په چارو کې مداخله وکړي، نور هېوادونه هم حق نه لري چې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله وکړي. موږ د سیمې له هېوادونو او ټولنې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو.»
د سیاسي چارو ځيني نور شنونکي د هېوادونو خپلواکۍ ته درناوی مطلق اصل ګڼي او له دې هېوادونو غواړي چې د مداخلې په ځای دې د همدې اصل پر بنياد خپلې اندېښنې د افغانستان له اوسني حکومت سره شريکې کړي.
د سیاسي چارو شنونکی نجیب الله جامع وايي: « د سیمې هېوادونو اندېښنې پر واقعیتونو ولاړې نه دي او موږ یې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼو. موږ ته خپلې ملي ګټې سرې کرښې دي، که اړتیا وي له هر هېواد سره په نظامي، اقتصادي او نورو برخو کې تړونونه کوو. زه د سیمې د هېوادونو دا ډول څرګندونې غیر مسوولانه بولم.»
د چارو شنونکی فهیم چکري وايي: « دا هېوادونه هڅه کوي چې په افغانستان کې خپل سهم ولري او له همدې امله مداخله کوي.»
بله خوا، د افغانستان لپاره د پاکستان، چين او روسيې ځانګړو استازو په روسيې کې کتلي او په خپلو خبرو کې يې له باثباته، سوله ييز او خپلواک افغانستان يو وار بيا خپل ملاتړ اعلان کړی.