د زرګرۍ صنعت په افغانستان کې لرغونې او دودیزې ریښې لري؛ سره او سپین زر، یاقوت، زمرود، لعل، جواهر او نور هغه څه دي چې د بېلابېلو زینتي توکو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کېږي او د لرغونو تمدنونو برخې وې.
ګوتمۍ، غاړه ګۍ،غوږوالۍ، نتکۍ، لاسبند، پایزېب، پېزوان او نورې ګاڼې له زرو هغه جوړېدونکي زیتني توکي دي چې د بلخي زرګرانو په وینا پخوا به یې له بهرنیو هېوادونو واردول، خو اوس دلته بلخ کې د پروسېس خونو پر مټ کولی شي هر ډول ډیزاینونه په کور دننه جوړ او بازار ته وړاندې کړي.
زرګر نقیب الله وايي: « هغه ټول زېورات او ګاڼې چې دا مهال د افغانستان په بازارونو کې پلورل کېږي، ۹۰ سلنه یې افغانستان کې جوړېږي. دا ګاڼې د مزارشریف، کابل او نورو ولایتونو په کارخونو کې جوړېږي او بیا بازار ته ایستل کېږي.»
زرګر اجمل وايي: « له دې وړاندې اکثریت ګاڼې له ترکیې او ایران څخه راتلې، خو اوس همدلته بلخ ولایت کې ډیزاین کېږي، جوړېږي او نورو ولایتونو ته هم استول کېږي. یوازې د حلقې یا چلۍ په جوړولو باندې ۲۰ تنه کار کوي. همدارنګه دلته غاړکۍ، بنګړي، ګوتمۍ او نورې ګاڼې له نړیوال ستندرد سره سم جوړېږي او بیا بازار ته وړاندې کېږي.»
زرګري هېواد کې تر ټول لوړ عاید لرونکی صنعت دی چې دامهال زرګونه هېوادوال په همدې صنعت کې په کار بوخت دي.
مزارشرف کې هم د دې صنعت پروسېس خونو کې ځوانان له همدې لارې د کورنۍ نفقه برابروي او خوښ دي چې د بهرنیو هېوادونو مزدورۍ ته اړ نه دي.
د زرو پروسېس خونې کارکوونکی مسعود وايي: « دا چې په ډېرو لږو امکاناتو موږ ته دلته کار پيدا شوی، له دې ډېر خوښ یم. زه اوس اړتیا نه لرم چې د کار لپاره ګاونډیو یا لرې هېوادونو ته لاړ شم.»
بلخ کې د زرګرانو اتحادیې مسوولین وایي، مزار شریف ښار کې دا مهال ۲۵۰ د زرو پروسېس کارخونې موجودې دي، خو دوی زرګرانو ته د ځانګړي او پراخ پېر او پلور ځای پر ایجاد ټینګار کوي.
د بلخ ولایت زرګرانو اتحادیې رییس محبوب شاه محبوب وايي: « په بلخ ولایت کې شاوخوا ۲۵۰ کارخونې یا د زرګرۍ دوکانونه شته دي چې شاوخوا ۵ زره تنه په کې په کار بوخت دي.»
د معلوماتو له مخې، د ۲۰مې پېړۍ په وروستیو کې یو شمېر بهرنیو موسسو د دې صنعت ودې او عصري کولو هڅې پیل کړې.
هغه مهال په هرات او کندوز ولایتونو کې د زرو کانونو د زرګرۍ صنعت په فعال ساتلو کې پراخه ونډه لرله.