Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خالص: رسنۍ باید د ولس ترڅنګ په چاپېریال ساتلو کې خپل مهم رول ولوبوي

خالص: رسنۍ باید د ولس ترڅنګ په چاپېریال ساتلو کې خپل مهم رول ولوبوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/06

د چاپیریال په ساتنه کې د رسنیو رول تر سرلیک لاندې علمي سیمینار د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او یوه خصوصي پوهنتون په نوښت جوړ شو.

په دې سیمینار کې د رسنیو پر استازو سربېره د چاپیریال ساتنې ملي ادارې چارواکو او د پوهنتون استادانو هم ګډون درلود او د سالم چاپېريال د رامنځته کولو پر لارو چارو او ارزښت يې بحثونه وکړل.

د چاپیریال ساتنې ملي ادارې چارواکي د سالم چاپیریال رامنځته کولو په برخه کې د رسنیو رول مهم یادوي او زیاتوي چې رسنۍ کولی شي په اسانۍ سره په دې برخه کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس مطیع‌الحق خالص وايي: « حقیقت دا دی چې رسنۍ په هر ډول ټولنو کې د خلکو سترګې او ژبه دي. رسنۍ باید خپله دغه رسالت ته ډېره توجه وکړي او مثبته ګټه ترې پورته کړي. رسنۍ د چاپېریال ساتنې په برخه کې د عامه پوهاوي په تړاو مثبت رول لري.»

د پوهنتون استادانو او د رسنیو ځینو استازو هم خبرې وکړې او ویې ویل، رسنۍ کولی شي په دې برخه کې مهم رول ولري او دا یوازې په هغه صورت کې ممکن دی چې امکانات په واک کې ورکړل شي.

د دوی په وینا، رسنۍ د چاپیریال ساتنې د فرهنګ عامولو په برخه کې تر ټولو ښه لار ده چې کولی شي خلکو ته په اسانه توګه د سالم چاپېریال د ارزښت په اړه معلومات ورکړي او خلک د خپل چاپېریال ساتنې ته وهڅوي.

د پوهنتون استاد محمد حنیف فرزان وايي: « د خلکو د پیاوړي کولو له پلوه، رسنۍ کولی شي د نورو ټولنو د بریالیو روزنیزو پروګرامونو او بېلګو په وړاندې کولو سره، د خپلو خلکو د پوهاوي کچه لوړه کړي.»

د یوه خصوصي ټلویزیون رییس سنګر هاشمي وايي: « په داسې یوه زمانه کې چې د اطلاعاتو د انفجار او ټکنالوژۍ عصر دی، له یوې خوا چاپېریال او طبیعت زیانمن شوی او له بلې خوا د چاپېریال ساتنې په اړه خلکو ته اطلاع رسونه، د چاپېریال ساتنې څرنګوالی او لارې چارې، د رسنیو لومړنی رسالت دی.»

چارواکي بیا ټینګار کوي چې د چاپېریال ساتنې په برخه کې خلک باید له حکومت سره له نږدې همکار پاتې شي او حکومتونه په یوازې ځان نه شي کولی سالم چاپېریال رامنځته کړي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس مطیع‌الحق خالص په دې اړه وايي: « تر هغو چې ملت او نظام سره یو لاس نه شي، د چاپېریال ساتنه امکان نه لري. دا زموږ ټولو ګډ مسوولیت، امانت او مبرم ضرورت دی.»

په دې سیمینار کې غوښتنه وشوه چې رسنۍ  باید د خپلو خبري سرویسونو، ګردیو مېزونو، خپرونو او همدا راز د تمثیلي ټوټو او لنډو سریالونو خپرولو له لارې د چاپېریال د ارزښت او ساتنې په تړاو معلومات ورکړي. 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي
افغانستان

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي
افغانستان

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی

ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی

فبروري 3, 2026
هندو ورځپاڼه: هند له اسلامي امارت سره اړیکې پياوړې کوي

د هند د راتلونکي مالي کال بودجه کې له ځینو ګاونډیو هېوادونو سره مرستې ډېرې کړې دي

فبروري 2, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

فبروري 2, 2026
ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

فبروري 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist