که څه هم سږ کال په پکتیا کې تر تېر کال په پرتله د مڼو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی، خو باغ لرونکي یې د مناسب بازار او ساتنې برخه کې ستونزو ته اندېښمن دي.
د دوی په خبره، سږني حاصلات له موسمي ناروغیو ژغورل شوي، خو د مناسب بازار موندنې، معياري پروسېـس مرکزونو او ساتنې لپاره یې د سړو خونو نه شتوالی او کمی د حاصلاتو په وړاندې لا هم جدي ننګونې دي.
بڼوال شمس احمدزی وايي: « د مڼو بازار بېخي سوړ دی او خپل راټول کړي حاصلات په ناچیزه بیه پلورو. له دولت غوښتنه لرو چې موږ ته نړیوال مارکېټ پیدا کړي. موږ هر کال همدا هیله لرو چې مارکېټ مو ښه شي، خو ښه کېږي نه بلکې لا پسې بدتر کېږي.»
له دې سره چې پکتیاوال له مسوولو ادارو د نړیوالو بازار د موندلو غوښتنه کوي، له هېوادوالو هم غواړي چې د مېوو پېرولو پرمهال کورنیو مېوو ته لومړیتوب ورکړي.
د پکتیا اوسېدونکی هنریار وايي: « د پکتیا مڼې بېل خوند او رنګ لري. له مسوولو چارواکو هیله لرو چې د بڼوالو د زحمت په اندازه د بازار لټه وکړي.»
د پکتیا اوسېدونکی امیر خان وايي: « که د پکتیا مڼې نورو هېوادونو ته صادرې شي، هم به بڼوال ګټه وکړي او هم حکومت.»
اخوا د پکتیا کرنې رياست مسوولان په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو زیاتېدو په تړاو د لازمو هڅو ډاډ ورکوي او ترڅنګ یې د بازار موندنې په برخه کې هم د اسانتیاوو ژمنه کوي.
د پکتیا کرنې رياست د کرنيزو چارو آمر عبدالله حلیم زی وايي: « موږ د پکتیا اړوند کرنیزو محصولاتو ساتنې لپاره د ترکیې هېواد په مرسته د ۲۰۰ ټنو په ظرفیت سړه خونه جوړه کړې. همدارنګه د یوه خصوصي شرکت له خوا هم یوه معیاري سړه خونه جوړه شوې چې له تر ۱۶۰۰ ټنو ظرفیت لري. د مارکېټ په اړه باید ووایم چې سږ کال د مڼو د حاصلاتو مارکېټ هم ښه دی.»
پکتیا چې اکثریت وخت یې د مڼو حاصلات د هېواد په کچه د خوند له امله لومړی درجه بلل کېږي، د مرکز ګردېز ترڅنګ په کې احمدابا او زرمت هغه ولسوالۍ دي چې هر کال ترې په زرګونه ټنه د مڼو حاصلات د هېواد بېلابېلو ولایتونو ترڅنګ، بهرنیو هېوادونو ته هم صادرېږي.