Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اروپا پارلمان د افغان وګړو ملاتړ په موخه غونډه جوړوي

د اروپا پارلمان د افغان وګړو ملاتړ په موخه غونډه جوړوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/04

د اروپايي ټولنې پارلمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، د روان کال د اکټوبر په اوومه نېټه د اروپا پارلمان استازي یوه غونډه ترسره کوي چې موخه یې د افغان ښځو او په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمنو شویو کسانو د ملاتړ څرنګوالی دی.
د اروپا پارلمان د اسلامي امارت له لوري د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو پر وضع کولو نیوکه کړې او ادعا یې کړې چې د اوسني حکومت له لوري یو لړ کړنې د حکومت په رسمیت نه پېژندل کېدو او په افغانستان کې د نړیوالو د مالي مرستو کمېدو لامل ګرځېدلي.

د اروپا پارلمان د خبرپاڼې یوه برخه کې راغلي: « طالبان چې اوس مهال په افغانستان کې واکمن دي او یوازې د روسیې له لوري په رسمیت پېژندل شوي، د نړیوالو بېړنیو مرستو غوښتنه کوي، خو د طالبانو سختې پرېکړې، په ځانګړي ډول د ښځو پر وړاندې محدودیتونه لامل شوي چې د څلورو کلونو واکمنۍ وروسته هم له پراخې نړیوالې رسمیت پېژندنې بې برخې شي. دغه تګلارې د نړیوالو مالي مرستو د څرګند کموالي سبب شوې دي او د افغانستان بشري وضعیت یې نور هم کړکېچن کړی.»

همداراز، د اروپايي پارلمان په خبرپاڼه کې یادونه شوې چې د دې موضوع په اړه به یو پرېکړه ‌لیک د روان کال د اکټوبر په نهمه، دوه ورځې له ناستې وروسته رایه ورکونې ته وړاندې شي.
په همدې مهال، د بحران نړیوالې ډلې په یوه راپور کې ادعا کړې چې د امریکا او د افغانستان د لویو نړیوالو تمویلوونکو د مالي مرستو کمښت به افغانستان تر پخوا ډېر بېوزلۍ ته ټېل وهي او دا به ښځې او نجونې تر ټولو زیاتې اغېزمنې کړي.

د بحران نړیوالې ډلې د راپور یوه برخه کې راغلي: « امریکا او نور ستر تمویل کوونکي له افغانستان سره مالي مرستې راکموي. د بودیجې سخت کمښت د طالبانو پر اوږو او د هېواد پر اقتصاد لا ډېر مسوولیت ور اچوي، خو اوسنی حکومت د پراخ فقر پر وړاندې ناتوانه دی. د دې حالت تر ټولو سختې پایلې بر پر زیانګارو ډلو او په ځانګړې توګه ښځو او نجونو ناوړه اغېز ولري.»

له دې سره، د اقتصادي چارو کارپوهان د اوسني حکومت اقتصادي لاسته ‌راوړنو ته په اشارې له اروپايي اتحادیې غواړي چې د یوې منظمې اقتصادي کړنلارې پر بنسټ عمل وکړي.

د اقتصادي چارو شنونکی سید مسعود وايي: « زه فکر کوم اروپايي ټولنه د یوې داسې لارې له مخې چې په جمعي توګه حرکت کوي، د هغو موادو غوښتنه کوي چې په اړه یې توافق شوی یا منل شوي دي. دوی غواړي د افغانستان د اوسنیو وا کمنانو پر وړاندې متحده او یوه مخیزه لاره تعقیب کړي.»

د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت چارواکو تر اوسه د اروپايي پارلمان او د بحران نړیوالې ډلې د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې یې دا ډول څرګندونې رد کړې او وايي، د ښځو او نجونو حقونه خوندي دي او د هېواد پر اقتصادي پرمختګ کار کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي
افغانستان

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي
افغانستان

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي
افغانستان

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
هندو ورځپاڼه: هند له اسلامي امارت سره اړیکې پياوړې کوي

د هند د راتلونکي مالي کال بودجه کې له ځینو ګاونډیو هېوادونو سره مرستې ډېرې کړې دي

فبروري 2, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

فبروري 2, 2026
ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

فبروري 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist