د بلخ ولایت مرکز مزار شریف ښاریان د زیان اړوونکې غږیزې ککړتیا په مخنیوي کې د اړوند ادارو پرجدي پاملرنې ټینګار کوي او وایي، له لویانو ورهاخوا یې په کورونو کې ماشومان هم ارام نه شي کولی او ځینو یې حتا په رواني ناروغیو اخته کړي.
د مزار شریف ښار اوسېدونکی جاوید وايي: « هغه دستفروشان چې د لوړ غږ لوډسپیکرونه لري یا د آیسکریمو پلورونکي او د زړو اوسپنو ټولوونکي خلکو ته ډېر مزاحمت کوي، په ځانګړې توګه هغو کورنیو ته چې ناروغان لري. له دې خلکو باید لوډسپیکرونه ټول شي او سپارښتنه ورته وشي چې خپل کار په آرامه توګه ترسره کړي.»
د مزار شریف اوسېدونکی سخي احمد وايي: « له اسلامي امارت غوښتنه کوم چې له پلورونکو څخه لوډسپیکرونه او له موټر سایکلونو څخه لوړ غږ لرونکي سلنسرونه خلاص کړي، ترڅو خلک د دوی له مزاحمت وژغورل شي.»
له دې وړاندې ډاکټرانو هم غږیزه ککړتیا د روحي او رواني ناروغیو رامنځته کېدو لوی لامل ګڼلی و چې په خبره یې، که مخنیوی یې ونه شي، د ښاریانو ترمنځ به رواني ناروغۍ لا ډېرې شي.
د مزار شریف ښار اوسېدونکي بیا ژر تر ژره د یادې ستونزې د هواري غوښتنه کوي.
د مزار ښار اوسېدونکی محمد وايي: « باید د بې نظمیو مخه ونیول شي، په ځانګړې توګه زموږ په ساحه کې داسې کسان شته چې موترسایکلونو ته یې شکاري سلنسرونه لګولي او ډېر بد او آزاروونکی غږ لري.»
په همدې حال کې د بلخ ولایت چاپېریال ساتنې ریاست مسوولین په ښار کې د غږېزې ککړتیا د مخنیوي په موخه د خپلو هڅو ترڅنګ د یادې ستونزې د حل په موخه له تازه پیل شوي کمپاین خبر ورکوي.
د بلخ د چاپېریال ساتنې رییس شمس الدین خالد وايي: « د خلکو او ملت د آسودګۍ لپاره مو یوه میاشت کېږي چې دا کار پيل کړی. د ولایت مقام له خوا د چاپېریال ساتنې ادارې په مشرۍ یوه کمېټه تشکیل شوې او د خلکو شکایتونو ته به رسېدنه وکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم مسوولینو په ډېری ولایتونو کې د غږېزې ککړتیا د مخنیوي لپاره کمپاینونه پيل کړي وو، خو لاهم په ځینو ولایتونو او په ځانګړې توګه بلخ کې دغه ستونزه نه ده حل شوې.