خبریالان اطلاعاتو ته لاسرسی د خلکو حق ګڼي، خو شکايت کوي چې د ځينو حکومتي ادارو مسوولان ورسره پر وخت معلومات نه شريکوي.
دوی ټينګار کوي چې حکومت دې يې اطلاعاتو ته لاسرسی اسان کړي، ترڅو په دې توګه په اسانۍ خلکو ته معلومات ورسېږي.
خبریال عمران دانش وايي: « اطلاعاتو ته لاسرسی د ټولو اساسي حق دی او مسوولې ادارې په دې مکلفې دي چې خلکو ته پر وخت معلومات او اطلاعات ورکړي. که څه هم د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې اطلاعاتو ته لاسرسی اسانه شوی، خو یو شمېر داسې ادارې شته چې له رسنیو سره په وخت معلومات او اطلاعات نه شریکوي.»
خبریال عصمت الله خاورین وايي: « په افغانستان کې په دې اړه هڅې شته او هڅې روانې دي، دا وروستی کنفرانس د دې برخې ژوندی مثال دی؛ مګر په دې برخه کې باید لا ډېر کوټلي ګامونه پورته شي.»
د مرکزي زون لپاره د خبريالانو خونديتوب کميټې مسوول ګلاب الدین امیري وايي: « زموږ توقع دا ده چې د غزني ولایت محلي حکومت او په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د هغو خبریالانو په اړه چې تحقیقي کارونه کوي، یانې څېړنیز راپورونه جوړوي، د دوی لپاره سهولت رامنځته کړي.»
ځينې خبريالان بيا د حکومت له لوري کورنيو رسنيو ته د ارزښت ورکولو غوښتنه کوي او زياتوي، دا کار هغه وخت ممکن دي چې حکومت تر ټولو مخکې هر راز اطلاعات د کورنيو رسنيو په واک کې ورکړي.
په ورته مهال، د رسنیو او خبريالانو ملاتړي بنسټونه وايي، په دې وروستیو کي د حکومت او خبریالانو ترمنځ د پخوا په پرتله همغږي زیاته شوې او تمه ښيي چې پاتې ستونزي به هم هوارې شي.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې رييس جمیل وقار وايي: « دقیق او پر وخت اطلاعات له دې سره مرسته کوي چې د شایعاتو او دروغو د خپرېدو مخه ونیول شي. له حکومت څخه غوښتنه دا ده چې د اطلاعاتو شریکولو پروسې په برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې راولي.»
له بلې خوا، د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، د دولتې ادارو ټول چارواکي رسنیو ته د معلوماتو ورکولو ته ژمن دي او په دې موخه يې څو ورځې وړاندې د رسنیو د استازو او دولتې ویاندویانو ترمنځ د همغږۍ غونډه هم جوړه کړې وه.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران وايي: « وزارت اطلاعاتو ته د لاسرسي او په دې برخه کې د لا زیاتو سهولتونو رامنځته کولو لپاره خپل پروګرامونه لرل او ویې کولی شول چې د مرکزي او ولایتي دولتي ادارو د ویاندویانو او رسنیو ترمنځ همغږي رامنځته کړي او له دې کار مو ښې پایلې ترلاسه کړې او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې مثبتې ثابتې شوې دي.»
د ملګرو ملتونو د ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان(یونسکو) په ۲۰۱۵ زېږدیز کال د سپټمبر ۲۸مه معلوماتو ته د مساويانه او نړیوال لاسرسي، د بشري حقونو او انساني کرامت د ودې، د بېوزلۍ له منځه وړلو او د ځواکمنو ټولنو رامنځته کولو په موخه اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ ونوموله.