Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسحاق ډار: د پاک – افغان اړیکو لا ښه کېدو لپاره افغانستان کې د وسله والو ضد ګامونو ته اړتیا ده

اسحاق ډار: د سوله ییز، باثباته او هوسا افغانستان لپاره د هرې هڅې ملاتړ کوو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/28

د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیوچارو وزیرانو همغږۍ په ناسته کې د افغانستان پر ثبات، هوساینې او له افغانستان سره د دغه سازمان پر لا همغږۍ ټینګار شوی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار دغې ناسته کې د وینا پرمهال د پاکستان د سوله‌ییز، باثباته او هوسا افغانستان لپاره له هرې هڅې ملاتړ په ډاګه کړی او زياته کړې يې ده چې د ترهګرۍ په اړه د اسلام‌اباد اندېښنو په پام کې نيولو سره دې کابل د يادې پديدې پر وړاندې کوټلي اقدامات وکړي.

هغه زیاته کړې:« پاکستان د سوله‌ییز، باثباته او هوسا افغانستان لپاره د هرې هڅې ملاتړ کوي، خو افغانستان اوس هم د پاکستان لپاره د اندیښنې ډک ټکی دی او له افغان لوري غواړو، چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه وکړي.»

په همدې حال کې کابل بیا دغه ډول اندیښنې او ادعاوې چې ګني له افغانستانه به نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ شي، په کلکه ردوي او زیاتوي چې په افغانستان کې هېڅ وسله‌واله ډله حضور نه لري.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمد الله فطرت وايي:« له افغانستانه نورو هېوادونو د ګواښ پېښدو په اړه ناسمې اندېښنې او په دې اړه شوې ادعاوې په کلکه ردوو. موږ یو ځل بیا په ډاګه وایو چې په افغانستان وسله والې ډلې فعالیت نه لري او هیچاته اجازه نه ورکوو چې زموږ خاوره د بل هېواد پر وړاندې وکاروي.»

د سیاسي چارو شنونکي بیا په دې باور دي چې پاکستان لاهم د افغانستان پر وړاندې خپل دریځ ته بدلون نه دی ورکړی، ډېپلوماتان یې په نړیوالو سټیجونو کې د افغانستان په تړاو دوه مخې ډېپلوماسي مخ ته وړي او موخه یې هم نړۍ ته د افغانستان ناسم تصویر وړاندې کول دي.

دوی زیاتوي پاکستان له یوه لوري له افغانستان سره د اړیکو د ښه کېدو د هڅو خبره کوي، خو له بل خوا ناسم تورونه پورې کوي چې دا کار د کابل پر وړاندې د اسلام اباد دوه مخي سیاست ښکارندوي کوي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:« پاکستان تل د افغانستان په اړه دوه رنګه منافقانه سیاست غوره کړی. پاکستان په ټولو نړیوالو ستېجونو کې، د پاکستان لومړي وزیر، بهرنیو چارو وزیر او ګڼو ډېپلوماټانو په ملګرو ملتونو کې، د سیمې په جوړښتونو کې، د شانګهای په تړون کې د افغانستان امنیت او ثبات په اړه دوه رنګه نظریات خپاره کړل، ترڅو سیمه او نړۍ د افغانستان له اوسني وضعیته ووېروي. دا په خپله د دوی د خصمانه ډېپلوماسۍ یو اړخ دی. هم مهاله دوی د ګډې همکارۍ، د ګاونډیټوب او د اسلامي ورورولۍ غږ پورته کوي، حال دا چې په دغو ټولو مسایلو دوی خپله باور نه لري.»  

په ټوله کې باور دا دی چې پاکستان غواړي یو ځل بیا نړۍ ته افغانستان ناامنه معرفي کړي، خو اوس نړیوال په دې  پوهیږي چې د ترهګرو مرکزونه او پټنځایونه په کوم هېواد کې دي.

له دې سره د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیوچارو وزیرانو د همغږۍ په ناسته کې ترکیې  بیا د او.آ.سي او افغانستان ترمنځ د همغږۍ پر لا زیاتوالي ټینګار کړی دی او دغه کار یې مهم بللی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګر او چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي
افغانستان

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

سوداګر او چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
هندو ورځپاڼه: هند له اسلامي امارت سره اړیکې پياوړې کوي

د هند د راتلونکي مالي کال بودجه کې له ځینو ګاونډیو هېوادونو سره مرستې ډېرې کړې دي

فبروري 2, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist