Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نورالحق انور: ریښتینی ژورنالېزم د ټولنې ضرورت دی

نورالحق انور: ریښتینی ژورنالېزم د ټولنې ضرورت دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/24

د ٬٬رښتني ژورنالېزم، باخبر ولس او سالمه ټولنې،، تر سرلیک لاندې جوړې شوې ناستې پرمهال په ټولنه کې د رسنیو پر ارزښت، مسوولیتونو او د خبریالانو پر ستونزو او ننګونو بحث وشو.

په دې ناسته کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولین د رښتني ژورنالېزم ساتل د رسنیو او خبریالانو ګډ مسوولیت ګڼي او په دې برخه کې پر اصولو ولاړ د پېښو د انعکاس غوښتنه کوي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مطبوعاتو او پر رسنیو د څار رییس صفي‌الله رائد وايي: « ریښتینی ژورنالېزم یوازې یوه دنده نه بلکې یو رسالت دی. که دا رسالت په ریښتیا، اخلاص او مسلکي معیارونو پرمخ یوړل شي، نو زموږ ولس به باخبره، ټولنه به سالمه او راتلونکی به روښانه وي.»      

د چارو ادارې رییس بیا وايي، رسنۍ د ټولنو په یووالي، د هېواد په پرمختګ او د ټولنې د اړتیاوو په پوره کولو کې رغنده رول لوبوي. د هغه په خبره، حکومت د بیان ازادۍ او رسنیو ته د ارزښت په سترګه ګوري.

نورالحق انور د رسنیو پر اصولي کېدو د ټینګار ترڅنګ، د ټولنې د فزیکي او رواني امنیت د خوندیتوب لپاره له خبریالانو غواړي چې د شایعاتو له خپراوي ډډه وکړي.

د چارو ادارې رییس نورالحق انور وايي: « ریښتینی ژورنالېزم د ټولنې ضرورت دی، له دې سره چې کومه اصلاح راتلی شي، بل څه سره نه شي راتلی. که څوک غواړي چې دلته وحدت رامنځته شي، د خلکو ترمنځ مینه، محبت او باور پيدا شي، نو ژورنالېزم باید اصولي شي.»       

بل پلو، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو او په تېره بیا د خبریالانو ستونزې مني او تر خپلې وسې د رسنیو د ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت هم د واقعیتونو او پېښو د انعکاس په وخت کې د خبریالانو د ملاتړ او د هغوی د فزیکي امنیت د ټنګښت خبره کوي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معین عتیق‌الله عزیزي وايي: « سره له دې چې اسلامي امارت او په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت ښايي ستاسو لکه څرنګه چې اتیا ده خدمت نه وي کړی، خو خپل ظروف او شرایط یې له تاسو نه دي درېغ کړي. موږ بیا هم ستاسو خدمت کې یو.»

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي: « سمه ده چې ځینې مشکلات مخ ته راځي، د حقایقو د انعکاس لپاره د اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې انتقادونه هم وکړئ، مګر واقعیتونه باید بیان کړئ، لکه څرنګه مو چې بیان کړي دي او موږ له دې امله مننه کوو.»   

په دې ناسته کې د ملي او ولسي ارزښتونو او نزاکتونو په پام کې نیولو او د بیان د مناسب طرز پر مراعتولو هم خبرې وشوې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist