جرګه د افغانانو د ټولنیز ژوند هغه لرغونی دود دی چې له پېړیو راهیسې د خلکو ترمنځ د شخړو د حل، عدالت د ټینګښت او د یوالي رامنځته کولو لپاره کارول کېږي.
افغانان چې د خپلواکۍ، مېړانې او ازاد ژوند لرونکي خلک دي، د ستونزو او شخړو د حل لپاره یې تل په خپلو دودونو او عنعناتو تکیه کړې.
د همدې دودونو په منځ کې جرګه ځانګړی ځای او ارزښت لري چې تر نن هم د افغانانو د کلتور او هویت یوه مهمه برخه ګڼل کېږي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسوولان وايي، د روان کال په اوږدو کې يې په بېلابېلو ولایتونو کې د يادو جرګو له لارې د شخړې هوارولو هڅو مثبته پايله ورکړې او سلګونه هغه يې حل کړې دي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ویاند تسلم الله حقاني وايي: « د دغو غونډو له لارې د ولسونو او مسوولینو ترمنځ نږدې اړیکې شوې، ستونزې په مخامخ ډول راټولې شوې او شاوخوا ۲۱۰ دښمنۍ د حکومتي مسوولینو په منځنګړیتوب په سوله ییز ډول پای ته رسېدلې دي.»
د تاریخ په اوږدو کې جرګې نه يوازې ولسي بڼه درلوده بلکې په سياست کې يې هم عمده ونډه لرلې چې بېلګې يې د احمدشاه بابا له واکمنۍ وړاندې د لویې جرګې له لارې د نوموړي د مشرۍ تایيدول او له هغه له را وروسته په دولتي کچه د لويې جرګې داييرول دي.
قومي مشران وایي، د جرګې پرېکړې د خلکو له خوا د باور وړ ګڼل کېږي او په اساس يې په اسانۍ لویو ستونزو ته ولسي او معقوله حل لاره موندل کېدای شي.
دوی وايي، د حکومت په همکارۍ توانېدلي چي په کم وخت کې د ډېرو قبيلو او کورنيو ترمنځ د کلونو کلونو شخړې پای ته ورسوي.
د عبدالرحیمزیو قومي مشر الحاج فضل کریم فضل وايي: « همدارنګه زه له اسلامي امارت هم مننه کوم دا رواج یې موږ کې نور هم را ژوندی کړ، دا مسئلې یې قوم ته وسپارلې، ترڅو قوم یې فیصله کړي. دولتي فیصلي شاید د چا په خوښه وي یا نه وي، فیصله کېږي خو دښمنۍ پاتې کېږي؛ مګر نن الحمدالله هغه دښمنۍ او عقدې ټولې ختمې شوې.»
جرګه د خلکو د لاسرسي وړ دودیزه محکمه ده چې پرېکړې یې تل ټولو متخاصمو خواوو ته د منلو وړ وي او ځانګړنه يې دا ده چې پرېکړه یې د مشورې پر بنسټ کېږي، نه د زور او جبر له لارې.
هغوی چي د اوږدو کالونو شخړي يي د همدې جرګو له لاري حل شوې، خوښ دي او وايي، د ژوند ډېره برخه يې په بديو کې تېره شوې خو د جرګې له لارې د بدۍ پر ختمولو وتوانېدل.
خوست ولایت یو تن اوسېدونکی وايي: « زه ډېر د خوشالۍ احساس لرم چې دلته راغلی یم، ځکه زه دلته له ډېرو ستونزو ګاللو سره هم نه شوم راتللی، ځکه که راتلی یا به زه وژل کېدای یا هم دوی. زما خلکو ته دا پیغام دی چې څوک مشکل لري یا بدي لري، باید سره سوله وکړي.»
د خوست یو بل اوسېدونکی وايي: « هر څوک چې دا ډول ستونزې لري، خدای(ج) د په خیر ورته خلاصې کړي. کله چې خفګان پېښې شي، د یوې کورنۍ په ټولو غړیو اغېز کوي.»
جرګه د افغانانو د ټولنیز ژوند یوه داسې لرغونې ستنه ده چې د خلکو ترمنځ یې سوله، یوالی او عدالت ټینګ کړی. سره له دې چې د زمانې بدلونونو ځینې ننګونې رامنځته کړې دي، خو بیا هم جرګه په افغاني ټولنه کې له بل هر ادرس په پرېکړو کې غوښنه برخه لري او خلک يې پر کردار باوري دي.