له افغانستان سره د نړيوالو مرستو کمښت پر بېلابېلو برخو اغېز کړی چې د رسنيو سکټورهم ترې مستثنا نه دی او له لمبه يې د ځينو رسنيو له تړل کېدو سره، سلګونه خبريالان او د رسنيو کارکوونکي بې روزګاره شوي.
ځينې خبريالان هم مني چې د مرستو کمښت يې پر فعاليتونو اغېز کړی او ان يو شمېر هغه خبریالان چې دندې يې له لاسه ورکړې دي، اوس مهال له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
سیدعمر سهار په بېلابېلو رسنيو کې له کار کولو سره د اطلاع رسونې کلونه تجربه لري، خو د رسنيو تمويلي سرچينو له محدودېدو سره بې روزګاره شوی. دی له رسنيو پرته اطلاع رسونه ناممکنه ګڼي او له همدې امله د رسنيو پر جدي ملاتړ ټينګار کوي.
خبریال سيد عمر سهار وايي: « حالاتو پر رسنیو ډېر اغېز کړی، ځینې یې بندې شوې او ځینې نورې د بندېدو په حال کې دي او خپل له پنځوس سلنو ډېر خبریالان یې بې دندو کړل. دا هم د خبریالانو او هم د رسنیو لپاره لویه ننګونه ده.»
نوموړی د رسنيو له وضعيت ورها خوا، بې روزګاره شوي خبريالان له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ بولي او د رسنیو پر ملاتړو بنسټونو سربېره، له اوسني حکومت او نړيوالو د دوی وضعيت ته د رسېدو غوښتنه کوي.
سید عمر سهار په دې اړه وايي: « غوښتنه مو دا ده چې په لویه او نړیواله کچه باید د افغان خبریالانو او رسنیو غږ پورته کړي، د دوی لپاره د امکاناتو غوښتنه وکړي، د افغانستان د رسنیو ملاتړ ته نړیوال وهڅوي او له حکومت سره په ګډه په داسې طرحه او پلان کار وکړي چې د رسنیو اقتصادي ستونزې وسره په بنیادي توګه هوارې شي.»
ځينې خبریالان د مشخصې کړنلارې پر تدوین او د رسنیو د قانون د توشېح پر اړتیا له ټینګار سربېره، اطلاعاتو ته د لږ لاسرسي او د دندو نه خونديتوب له امله هم شکايت کوي.
دوی غوښتنه کوي چې حکومت او د خبريالانو ملاتړي بنسټونه دې په يوه ګډ تفاهم سره د اطلاع رسونې او د مالي صندوق په رامنځته کولو سره، د خبريالانو د ناسم اقتصادي وضعيت ستونزې هوارې کړي.
د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنه هم د خبریالانو پر ملاتړ د ټینګار ترڅنګ ډاډ ورکوي چې د ټولو خبریالانو اقتصادي ستونزو ته د حکومت په همغږۍ رسېدنه کېږي.
د افغانستان د خپلواکو خبريالانو ټولنې ریيس حجتالله مجددي وايي: « حکومت، نړیوال بنسټونه او حتا ملي سوداګر دنده لري چې د رسنیو د خوندیتوب لپاره کار وکړي او رسنیو ته خپل اعلانات ورکړي. د خبریالانو د شغلي مصونیت په اړه ما څو ځله له چارواکو غوښتنه کړې او دا ځل مو پرېکړه کړې چې دا غوښتنه په کتبي بڼه اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته ورکړو، ترڅو د شغلي مصونیت برخې ته پام وکړي.»
که څه هم تازه د اطلاعاتو او کلتور وزارت په دې تړاو څه نه وایي، خو له دې وړاندې يې په وار وار ویلي چې د شرعي اصولو، کلتوري او اخلاقي ارزښتونو په رڼا کې د ټولو رسنيو او خبريالانو د فعاليت ملاتړ کوي.