Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
په لومړي ځل د ننګرهار هډې فارم خرما بڼ حاصلات نورو ولایتونو ته ولېږل شول

په لومړي ځل د ننګرهار هډې فارم خرما بڼ حاصلات نورو ولایتونو ته ولېږل شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/23

د ننګرهار وادي کرنیز دولتي شرکت اړوند د خرما بڼ چې اوسمهال په کې د حاصلاتو را ټولولو پروسه پیل شوې، د لومړي ځل لپاره یې حاصلات له ننګرهار پرته د هېواد نورو ولایتونو ته هم د خرڅلاو په موخه ولېږدول شول.

د یاد بڼ قراردادي وايي، د خرما کیفیت او حاصلاتو زیاتېدو سره اوس پېرودونکي هم زیات شوي دي.

د خرما بڼ قراردادي حبیب الله زیاتوي: « نورو کلونو کې به یوازې په جلال اباد ښار کې خرڅېدې، خو سږ کال د افغانستان له ټولو ولایتونو څخه مشتریان راځي، خرما اخلي او موږ هم د رسولو خدمات وړاندې کوو.»

د کرنې د برخې کار پوهان بیا وایي، خرما په ننګرهار او د افغانستان په ګرمو سیمو کې ښه حاصل  ورکوي. د دوی په خبره، باید په دې برخه کې د نورو هېوادونو له احتیاجه د خلاصېدو په موخه ډېر باغونه جوړ شي.

د کرنې برخې کار پوه محمد نظر وايي: « دولت باید د خرما باغونو تکثیر ته لا ډېره زمینه برابره کړي، ترڅو هېواد د خرما له واردوونکي څخه صادروونکي هېواد ته لاړ شي. همدارنګه په خپله هېواد کې با کیفیته خرما ولرو او خلکو ته یې ورکړو.»

بله خوا، د فارم هډې خرما بڼ مسوولین وایي، ورځ تر بلې د خرما اړتیا او د حاصلاتو زیاتېدو ته په کتو، د خرما بڼونو د پراختیا لپاره هم هڅې زیاتې شوې دي.

د دوی په خبره، ننګرهار کې د خرما ٦ زره بوټي تر روزنې لاندې نیول شوي او د هېواد په ځنیو ولایتونو کې هم د خرما نوي باغونه جوړ شوي دي.

د فارم هډې خرما بڼ مسوول عبد القیوم اطرافي وايي: « د خرما لومړني باغونه په ۴۰ جرېبه ځمکو جوړ وو، خو اوس دا کچه ۷۵ جرېبو ته رسېدلې. موږ له ۶ تر ۹ زرو پورې بوټي تر روزنې لاندې نیولي چې کندهار، هلمند او نورو ګرمسېرو ولایتونو ته به ولېږدول شي. د خرما نیالګیو ته تقاضا ډېره ده او موږ هڅه کوو د تکثیر لپاره یې لا ډېر ګامونه پورته کړو.»

د فارم هډې خرما بڼ د مسوولینو د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې سږ کال له دې بڼ څخه ٢٢ ټنه خرما راټوله شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist