په تېره یوه پېړۍ کې درېیو سترو یرغلګرو امپراتوریو پر افغانستان تېری کړی چې هره یوه یې د افغان ولس له سختې مبارزې سره مخ شوې ده.
د انګرېزانو امپراتوري چې د پراختیا له پلوه لمر په کې نه ډوبېده، د پخواني شوروي اتحاد سرې لښکرې او د امریکا په مشرۍ ناټو هغه درې ځواکمن لوري وو چې په افغانستان کې یې ماتې خوړلې ده.
په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د شل کلن پوځي حضور له پای ته رسېدو څلور کاله وروسته، د دې هېواد ولسمشر د بګرام هوايي اډې د بیا ځل ترلاسه کولو خبره کړې، خو دا خبره د افغانو له سخت غبرګون سره مخ شوې ده.
د چارو شنونکي په دې باور دي چې امریکا به په افغانستان کې د خپل تېر شل کلن پوځي حضور ماتې تجربه بیا تکرار نه کړي، خو د ولسمشر د دغو څرګندونو موخه یې پرافغان لوري سیاسي فشارونه او سړه جګړه ده.
د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « افغانانو هېڅکله بهرنیان نه دي زغملي. که تاسو د افغانستان تاریخ ته وګورئ، هر زبرځواک هېواد چې پر افغانستان نظامي یرغل کړی، له شرموونکو ماتو سره مخ شوي چې په ډله کې یې امریکا او د هغوی متحدین هم شامل دي. دا ډول څرګندونې د افغانستان په اړه منفي تبلیغات، سیاسي فشارونه او سړه جګړه ده. ټرمپ هېڅکله دا توان نه لري چې افغانستان ته نظامي ځواکونه واستوي او بګرام هوايي اډه ونیسي.»
ځینې کارپوهان وايي، که هېوادونه غواړي له افغانستان سره نږدې اړیکې ولري، نو باید له افغانانو سره د نرمې ژبې او ډېپلوماټیکې لارې مخ ته لاړ شي.
د سیاسي چاروشنونکی معین ګل څمکنی وايي: « زه فکر کوم اول به دوی دا کار ونه کړي؛ ځکه دوی دا کار وکړ خو ښه پایله یې ونه لرله؛ خو که بیا هم دغه کار وکړي، بیا ځل به ناکام شي. که څوک غواړي چې له افغانانو سره عادي راکړه ورکړه ولري، نو دا کار باید له سوله ییزو لارو وشي، ځکه افغانان هېڅکله زور ته نه تسلیمېږي.»
په ټوله کې د شنونکو باور دا دی چې افغانان هېڅکله په خپل هېواد کې د بهرنیو نظامي حضور او د نورو تر رسوخ لاندې حکومتونه نه شي زغملی.
دوی وايي، په تېرکې هم د بهرنیو ځواکونو حضور د جګړې لامل و او که بیا هم دغه ډول اراده او فکر موجود وي، نو د سیمې او نړۍ ثبات او امنیت به له جدي ګواښ سره مخ شي.
د چارو شنونکی سرور نیازی وايي: « د بهرنیانو حضور په هېڅ ډول افغانانو ته د منلو وړ نه دی. یو شمېر هغه افغانان چې دې کار ته خوشاله دي چې دوی به بیا قدرت ته ورسېږي، بهرنیان یې هم خبره نه اوري، ځکه هغوی خپل اعتبار له لاسه ورکړی. په ټوله کې باید ووایم چې افغانستان د امریکا بیا نظامي راتګ ښايي سیمه او نړۍ کې لوی ناورین رامنځته کړي.»
د چارو شنونکی مرتضی مطهري وايي: « تاریخ ته په کتو، په افغانستان کې د بهرنیانو حضور او د هغوی تر سلطه لاندې حکومتونو د افغانستان خلکو ته له بدمرغیو، ویجاړیو او ناخوالو پرته بل څه نه دي ورکړي. د افغانستان زړور خلک د خپلې پاکې خاورې د دفاع لپاره میلیونه شهیدان ورکړي، ترڅو خپله خاوره خپلواکه وساتي. دا ښکاره خبره ده چې د افغانستان خلک نه غواړي یو ځل بیا د امریکا او د هغوی د متحدانو تر ظلم او سلطې لاندې راشي. زه افغانستان کې د بهرنیانو هېڅ ډول نظامي حضور د منلو وړ نه ګڼم.»
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر په وار وار د بګرام اډې د بېرته ترلاسه کولو په تړاو څرګندونې وکړي، خو اسلاميامارت خبرداری ورکړ چې اسلامي نظام د ولس په قربانیو راغلی او د نظام بقا او ازادۍ ساتلو لپاره افغانان هر ډول مبارزې او سرښندنې ته تیار دي.