Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پوهنې وزیر یو ځل بیا په هېواد کې د عصري علومو پر اهمیت ټینګار کړی

د پوهنې وزیر یو ځل بیا په هېواد کې د عصري علومو پر اهمیت ټینګار کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/23

پکتیا کې د ١٩٦ میلیونه افغانيو په لګښت د ۱۸ ښوونځیو لپاره نوې جوړې شوې ودانۍ ګټه اخستنې ته وسپارل شوې. مسوولین وایي، دا ودانۍ د مرکز ګردېز په ګډون د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې جوړې شوې دي.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو ته د پوهنې وزیر یوځل بیا د افغانانو لپاره د عصري علومو پر اهمیت ټینګار کړی.

د پوهنې وزیر حبيب الله اغا وايي: « لکه زما او ستا بدن چې غذا ته څومره ضرورت لري، دینې علوم زما او ستا د بدن روحاني غذا ده او عصري علوم زما او ستا د بدن مادي غذا ده. د انسان بدن دغو دواړو غذاګانو ته اړتیا لري.»

د يادو ودانيو د پرانيستې مراسمو کې د پکتيا ځایي مسوولان وایي، پر يادو ودانيو شاوخوا ۱۹۶ ميليونه افغانی لګښت راغلی چې چارې يې د جاپان هېواد د خلکو په مالي مرسته او د يونيسف ادارې په مشارکت ترسره شوې او په تېرو نهو مياشتو کې بشپړې شوې دي.

د پکتيا پوهنې ریيس عبدالقيوم فاروقي وايي: « په دغو ودانیو د ۱۹۶ میلیونه افغانیو په ارزښت لګښت راغلی او دا لګښت به د زده کوونکو، ښوونکو او ولس په خدمت کې وي. موږ به دغه شان خدمتونو ته ادامه ورکوو.»

د پکتيا اقتصاد رییس محمد انور راشد وايي: « زموږ ۶۰ سلنه نور ښوونځي هم ودانۍ نه لري او باید نوره مرسته هم وشي، ترڅو د پکتیا ولایت زده کوونکي له ستونزو وژغورل شي.»

اخوا د دې ولایت اوسېدونکي او د ښوونځیو زده کوونکي وایي، د دغو ودانیو په جوړېدو سره به زرګونه زده کوونکو ته د زده کړو مناسب چاپېریال برابر شي او په یاده برخه کې به د سیمې یوه مهمه اړتیا پوره شي.

دوی همدا راز له مرکزي حکومت په دې تړاو د لا نورې همکارۍ غوښتنه کوي.

د پکتیا اوسیدونکی فضل امین وايي: « په داسې حال کې چې ماشومان هم شته، قلمونه، ودانۍ او ښوونکي هم شته، خو ښوونه روزنه پرمخ نه ځي، دا ولې؟ دا دېته اړتیا لري چې ښوونکي او د پوهنې وزارت کارکوونکي لا ډېر کار وکړي.»

زده کوونکي بیت الله وايي: « موږ ډېر خوښ یو چې د ښوونځي لپاره مو ودانۍ جوړه شوه. له دې وړاندې موږ تر شنه اسمان لاندې وو، بادونه، بارانونه او نورې ستونزې مو لرلې. »

زده کوونکی الماس وايي: « هیله لرو دغه شان نور ګامونه هم پورته شي، زموږ په نورو  ولسوالیو کې هم ګڼ ښوونځي ودانۍ نه لري.»

د پکتیا په مرکز ګردېز او یو شمیر ولسوالیو کې د ښوونځیو دا ۱۸ ودانۍ داسې مهال ګټه اخستنې ته سپارل کېږي چې لا هم د دې ولایت بېلابېلو سیمو کې د لسګونه بې سرپناه ښوونځیو ترڅنګ د پوهنې په وړاندې پراخې ستونزې شته دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist