له خیبر پښتونخوا سره په فرضي کرښه نښتو د پکتیا ډنډ پټان او اریوب ځاځیو ولسوالیو کې د ۵۷ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۳ بېلابېلو پروژو د چارو له پیل سره هم مهاله، چارواکي وایي دا مهال د هېواد د هغو ۷ ولایتونو ولسوالیو کې چې فرضي کرښې ته څېرمه پرتې دي، د اسلامي امارت مشر د ځانګړي فرمان له مخې، له خپلې داخلي بودیجې د یو میلیارد افغانیو په لګښت د ۳۴۳ پروژو چارې پیل شوې او دا لړۍ به په راتلوونکي کې پاتې ولایتونو ته هم وغځېږي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدونو د بررسۍ مرستیال محمد اسماعیل غزنوي وايي: « په دې پروژو کې سړکونه، مواصلاتي لارې، پلونه، پلچکونه، مکاتب، مدارس، مساجد، روغتیايي کلینیکونه، د پاکو اوبو زېرمې او مخابراتي پروژې شاملې دي.»
اخوا فرضي کرښې ته د څېرمه سيمو اوسېدونکي وایي، په ګڼو برخو کې پروژې چې د خلکو اساسي اړتیاوې بلل کېږي، نه دي عملي شوې او له پراخو ستونزو سره مخ دي او تر دې مه ورته هېڅ پام نه دی شوی.
دوی که څه هم د یادو پروژو پیل ته خوښ دي، خو ترڅنګ یې له حکومت غوښتنه کوي چې په لرو پرتو سیمو کې د خلکو ستونزو ته په دوامداره توګه رسېدنه وکړي.
د پکتیا اوسېدونکی اقبال نور وايي: « که څه هم موږ ډېرې ستونزې لرو، خو د روغتیايي مرکز نه شتون لویه تشه ده. زموږ سیمه کې یو فرعي روغتیايي مرکز دی چې ۲۴ ساعته خدمات نه لري.»
د پکتیا اوسېدونکی نور سلام وايي: « له ډنډ پټان در ګردېز ښار پورې سړک لویه اړتیا ده، خو له ډنډ پټان تر قېمتې پورې سړک هم ترمیم شي دا به لوی کار وي.»
د پکتیا اوسېدونکی دولت خان وايي: « موږ اوبه نه لرو او لاندې پرتې ټولې ځمکې شاړې پاتې دي.»
د چارواکو د معلوماتو له مخې، د هېواد د هغو ټولو ولایتونو په ولسوالیو کې چې له فرضي کرښې سره څنګ کې پرتې دي او په تېرو حکومتونو کې له هر راز عامه خدماتو بې برخې وې، د حکومت د ځانګړې بودیجې په مرسته به په کې په تدریجي ډول بېلابېلې پراختیایي پروژې پلې شي.