د پکتیا ولایت سیدکرم ولسوالۍ کې د شهیدانو په ویاړ جوړې شوې غونډه کې د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو او د شهیدانو د کورنیو غړو او ځايي مسوولینو په افغانستان کې د یرغلګرو سره مبارزه کې د افغان ولس په قربانۍ، د شهادت فضایلو او د ازادۍ په اخیستلو او ساتلو خبرې کړې دي.
په دې غونډه کې د استخباراتو ریاست مرستیال ویلي، هر ځل مبارزه د فساد او یرغلګرو پر وړاندې ترسره شوې او اسلاميامارت به هېڅکله د اسلامي شریعت په سر له چا سره هېڅ ډول معامله ونه مني، که څه هم نظام له خطر سره مخ شي.
د استخباراتو ریاست مرستیال ملا تاجمیر جواد وايي: « موږ ته له هرڅه وړاندې اسلامي شریعت ارزښت لري او له هېچا سره پرې معامله نه کوو، ولو که نظام له خطر سره مخ شي. دا نظام به د اسلامي شریعت د حاکمیت او تطبیق لپاره وي.»
نوموړي سره له دې چې د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی، خو په خبره یې د افغانستان دښمن له ماتې وروسته فکري او رواني جنګ ته مخه کړې، شپه او ورځ د دې نظام د تخریب او تضعیف لپاره کار کوي. ملا تاجمیر جواد خبرداری ورکړی چې نظام په سترو قربانیو او شهادتونو رامنځته شوی او د خپلو سرونو په قربانیو به یې ساتنه کېږي.
د استخباراتو ریاست مرستیال ویلي: « ستاسو دښمنانو چې کله سخته ماتې وخوړه او دا په نړۍ کې فرهنګ هم دی چې څوک ماتې وخورې، فکري او رواني جګړې ته مخه کوي، دوی هم همدا کار پيل کړی او زموږ د نظام پر ضد تبلیغات کوي. دوی باید پوه شي چې دا نظام مو په شهادتونو راوستی او په شهادتونو به یې ساتو.»
د استخباراتو ریاست مرستیال ولس ته ډاډ ورکړی چې په تبلیغاتو دې باور نه کوي، حکومت په سیاسي اقتصادي، امنیتي او نورو ټولو برخو کې پرمختګ کړی او په خبره یې د ساینسي علومو او ټکنالوجۍ له ټولو اسبابو نه د افغانستان اسلامي امارت د استحکام او بقا، د هېواد ساتنې او پرمختګ لپاره کار اخیستل کېږي.
ملا تاجمیر جواد وايي: « موږ نه غواړو د ساینسي علومو او ټکنالوژۍ په بهانه پردی فرهنګ دلته راولو. موږ داسې څوک نه یو چې په دې نوم را باندې څوک خپل دود او فرهنګ ومني. د افغانستان تول ولس بیدار دی او څوک مو نه شي خطا کولی.»
د پکتیا په سیدکرم کې د شهیدانو دغه یاد او ویاړغونډه پر افغانستان د یرغلګرو پر وړاندې د افغان ولس مبارزې، د افغانستان بقا او د اسلامي نظام د هویت تضمین او د ازادۍ ساتنې په هدف را بلل شوې وه.