په بغلان ولایت کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت ځوانان وایي، که حکومت ورته اړوند تجهیزات برابر او ملاتړ یې وکړي، کولی شي په لوړ کیفیت برېښنایي وسایل جوړ کړي چې ورسره به هېواد ته د واردوونکو جنسونو مخه ونیول شي او هم به خپل اقتصاد پیاوړی کړي.
زده کوونکی محمد میوند وايي:« اوس موږ کولو شو پرمختللي وسایل جوړ کړو، داسې وسایل چې انرژي تولیدوي.»
زده کوونکی رحم الدین وايي: « که موږ ته وسایل راکړل شي، هڅه جوړولی شو. زه له دولت غوښتنه کوم چې زموږ ښوونځي ته وسایل او تجهیزات راکړي.»
بغلان کې د نقلیه وسایطو او برقي وسایلو د ترمیم، کرنې او اقتصاد په برخو کې ځوانانو ته مسلکي زده کړې ور کول کېږي.
په همدې حال کې د بغلان ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسوولین وایي، د مجهز لابراتوار، څېړنیزو فارمونو او د زده کړو لپاره د معیاري ودانۍ له نه شتوالي سره سره یې شاوخوا درې زره ځوانانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې او په خپلو هڅو یې تر دې دمه سلګونه ځوانان روزلي دي.
دوی ډاډ ورکوي چې د استعداد لرونکو ځوانانو ملاتړ کوي او ورته د تجهیزاتو له چمتو والي خبر ورکوي.
د بغلان ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر امان الله ملا خېل وايي:« علاقمندي ډېره زیاته شوي او موږ هم هڅه کوو چې لا ډېر ښه او خدمتونه وړاندې کړو. موږ هڅه کوو د وطن زلمیان داسې تربیه کړو چې د هېواد اړتیاوې پوره کړي.»
یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې که هېواد کې پر ځوانانو کار وشي او د استعدادونو ستایلو ترڅنګ یې ملاتړ وشي، نه یوازې په کور دننه به د بېکارۍ کچه راټیټه شي بلکې بهرنیو هېوادونو ته به هم پر قاچاقي لارو د ځوانانو د تګ مخه ونیول شي.
کارپوه جواد دروېش وايي:« دا یو مثبت تحول دی، که یوه ټولنه غواړي چې ځان بسیاینې ته ورسېږي، باید په هره برخه کې روزل شوي او متخصص کسان ولري. همدارنګه، که موږ غواړو چې د بهرنیو کارګرانو ځای خپلو کارګرانونو ته ورکړو، باید د دې ډول مرکزونو ملاتړ وکړو.»
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال بغلان ولایت کې له بېلابېلو تخنیکي او مسلکي زده کړو شاوخوا ۹۰۰ تنه ځوانان فارغ شوي وو چې دا مهال په بازارونو کې د خپل مسلک له لارې د کورنۍ لپاره عاید برابروي.