Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغان کډوال په ایران او پاکستان کې د خپل اوسني وضعیت په اړه اندېښنه لري

افغان کډوال په ایران او پاکستان کې د خپل اوسني وضعیت په اړه اندېښنه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/22

له کډوالو سره نېک چلن او باعزته توګه ستنېدنې په تړاو د ګاونډویو هېوادونو په ځانګړي ډول د ایران او پاکستان له استازو سره د اسلامي امارت چارواکو له ګڼو ناستو او خبرو سربېره، لا هم په دغو هېوادونو کې افغان کډوال د خپل وضعیت په اړه اندېښمن دي.

یو شمېر افغان کډوال وایي، د پاکستاني پولیسو له خوا د افغان کډوالو د نیولو او زنداني کولو او دغه راز د باروړنکو موټرونو کرایو لوړېدو کچه ورځ تر بلې د پاکستان په ایالتونو کې په شدت سره روانه ده.

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال، له نړیوالو سازمانونو هېواد ته د باعزته ستنېدنې او پانګونو راټولولو په برخه کې له پاکستان حکومت څخه د زیات وخت غوښتونکي دي.

پاکستان مېشت افغان ملک مجاهد شینواری وايي: « اوس هم په پنجاب، بلوچستان او سېند ایالتونو کې افغان مهاجرین نیول کېږي، زنداني کېږي او تر یوې مودې وروسته افغانستان ته اړول کېږي.»

پاکستان مېشت افغان ملک اول خان میاخېل وايي: « موږ د افغانستان له حکومت، د پاکستان له حکومت او ملګرو ملتونو غوښتنه کوو چې سره کېني او د خیبرپښتونخوا له حکومت وغواړي چې موږ ته په تدریجي ډول د تللو زمینه برابره کړي.»

په ورته وخت کې د کډوالو حقونو مدافعان په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ بولي او له نړیوالو سازمانونو پر پاکستان او ایران د فشار راوړلو غوښتونکي دي.

د کډوالو د حقونو مدافع علیرضا کریمي وايي: « افغان کډوال په پاکستان او ایران کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، لکه د وېزو ترلاسه کولو کې ستونزې، د استوګنې لوړ لګښتونه، اقتصادي فشارونه او د کافي درملیزو او ښوونیزو خدماتو نه شتوالی او دغه راز د جبري ستنولو خطر.»

د کډوالو د حقونو مدافع ګلاخان بهادري وايي: « نړیوالو نهادونو او په ځانګړې توګه ملګرو ملتونو ته په کار ده چې د کډوالو حقونه وساتي، عاجلې مرستې وکړي، د زده کړو او روغتیا خدمات برابرې کړي او هم د بیا مېشتونې پروګرامونه پراخ کړي.»

د کډوالو د حقونو یو شمېر نور مدافعان د کډوالۍ نړیوالو سازمان مرستو بندیز او ژمي را رسېدو ته په اشارې، له نړیوالو سازمانونو غواړي چې له افغان حکومت سره په دې برخه کې همکاري وکړي.

د کډوالو حقونو مدافع محمد خان طالبي محمدزی وايي: « نړیواله ټولنه باید د اسلامي امارت په همکارۍ را ستانه کړای شویو کډوالو ته د هېواد په داخل کې پراخ امکانات برابر کړي، ترڅو د ژمي له راتګ څخه وړاندې د انساني فاجعې د خطر مخنیوی وشي.»             

ومو غوښتل په دې اړه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د چارواکو نظر هم له ځانه سره ولرو، خو له پرله پسې اړیکو سره مو ځواب ترلاسه نه کړ.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو پر بنسټ، په پاکستان کې د پي او آر کارت لرونکو افغان کډوالو مودې له پای ته رسېدو سره له دې هېواده د یونیم میلیون افغان کډوالو اخراج پيل شوی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist