د پاکستان تر کنټرول لاندې سيمو کې د امنيتي وضعيت له خرابېدو او له امله يې د دې هېواد پوځيانو ته د مرګ ژوبلې له اوښتو سره، پر کابل د اسلام اباد ادعاوې هم زياتې شوې دي.
اوس دا څه د ادعاوو له حد وتلي او ان د پاکستان دفاع وزير پرته له دې چې په خپلو څرګندونو کې شواهد او ثبوتونه وړاندې کړي، افغانستان ته یې د دښمن هېواد خطاب کړی.
هغه د نورو چارواکو په څېر په تکراري توګه ادعا کړې چې د افغانستان حکومت په خپله خاوره کې د پاکستان ضد عناصرو ته ځای ورکړی او هلته يې د جګړې لپاره هڅوي.
د پاکستان دفاع وزير خواجه اصف ویلي: « که طالبان وي که ټيټيپي یا بياېلاې او نور، د پاکستان حکومت په ضد فعالیت کوي. دلته هره ورځ خلک وژل کېږي؛ زموږ د حکومت پر تأسیساتو بریدونه کېږي. موږ په دې باور یو چې افغانستان د ترهګرو ډولو پټنځای دی. په یاد ولرئ، د افغانستان خاوره د پاکستان په ضد کارول کېږي او د کابل حکومت په دې کې بې ګناه نه دی.»
د افغانستان حکومت په تېر کې د خواجه اصف په شمول د پاکستان ځينو چارواکو څرګندونې د غبرګون وړ نه دي بللي، خو د بېلابېلو چارواکو له لوري يې د ادعاوو په مطرح کېدو سره ورته غبرګون ښودلی. اوسنی حکومت دا ډول څرګندونې د هېڅ لوري په ګټه نه بولي او باور يې ښودلی چې ورته بې اساسه ادعاوې اړيکې د رغولو پر ځای لا پسې خرابوي.
دا غبرګون د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف هغو وروستيو څرګندونو ته په اشارې ښودل شوی چې ويلي يې وو، افغانستان دې د وسله والو او پاکستان ترمنځ يو انتخاب وکړي. خو کابل دا ډول څرګندونې پاروونکي بولي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: « پر یو بل تورونه لګول، فضا خرابول، د زور استعمال او یا داسې فضا رامنځته کول چې د حل لاره سختوي، دا د هېچا په ګټه نه دي. موږ غواړو چې دا پالیسي په مناسبه توګه اصلاح شي؛ د دواړو هېوادونو مشران او چارواکي باید د ورورۍ په فضا کې د ستونزې حل پیدا کړي.»
له دې سره د چارو ځينې څارونکي پاکستان په خړو اوبو کې د کبانو پر نيولو تورنوي او زياتوي، د ورته ادعاوو له لارې غواړي د افغانستان حکومت خلاف انګېزه ایجاد او تقويه کړي.
د سیاسي چارو شنونکی هېواد ځاځی وايي: « افغانستان له پاکستان سره دښمني نه لري بلکې دا پاکستان دی چې د افغانستان د موجودیت دښمن دی. پاکستان د افغان سولې دښمن دی او تل یې زموږ خاوره کې د جګړې پلوي کړې. اوس چې دلته جګړه نه شته، دوی هڅه کوي له بلې لارې افغانستان وګواښي او بله جګړه رامنځته کړي.»
د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « پاکستانیان زیات کوښښ کوي چې غربي نړۍ او خپلو متحدینو ته وښيي چې دوی د افغانستان د حکومت یا امارت په ضد دي او دښمني ورسره لري. دا به تر هغو روان وي چې ځینې ماموریتونه او پروژې د پخوا په څېر ترلاسه کړي او خپل کمېشن واخلي؛ ځکه دا ډول خبرې کوي.»
له دې وړاندې حکومت د پاکستاني چارواکو ادعاوې د دې هېواد تر کنټرول لاندې سيمو کې د امنيت په ټينګښت کې د پاکستاني ځواکونو پاتې راتګ ګڼلی و او ويلي يې وو چې پاکستان دې د افغانستان په ګرم ګڼلو سره له ياد حقيقت څخه د خپلو خلکو د اذهانو منحرفولو هڅې نه کوي.