کونړ کې د زلزله ځپلو خلکو په عثمانیه مېشتغالي یا کمپ کې له ۲۶۰ زلزله ځپلو سره د قطر خیره موسسې له لوري د خوراکي توکو او کور وسایلو مرسته وشوه.
د یادې موسسې د مسوولینو په خبره، ترسره شویو مرستو کې غوړي، وریجې، شین چای او د کور پخلنځي وسایل شامل دي.
د خیریه موسسې مشر منیم شاه وايي: « په دې مرستو کې ۲۵ کیلیو وریجې، اوړه، د پخولو غوړي، مالګه چای او نور د اړتیا وړ خوراکي توکي چې د پکېج ټولیز وزن یې ۷۳ کیلوګرامه کېږي.»
د زلزلې له امله زیانمن شوي که څه هم له دې مرستو خوښ دي او وايي، دا ډول مرستې یې په لنډمهاله توګه ستونزې حلولی شي، خو د ژمي په را رسېدو سره د سرپناه نه شتون ته اندېښمن دي او په دې برخه کې د مسوولینو د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.
د زلزلې له امله زیانمن شوی لال میر وايي: « موږ دا غواړو چې زموږ کورونه تباه شوي، موږ هېڅ نه لرو، حتا سرپناه نه لرو. موږ د دغو مرستو له امله مننه کوو، خو موږ ته باید تر هرڅه وړاندې سرپناه جوړه شي.»
زیانمن شوی مامون جان وايي: « زموږ کورونه وران دي او له بلې خوا ژمی را روان دی، موږ ته له ژمي وړاندې د کورونو جوړولو اړتیا ده.»
د کونړ ولایتي ادارې مسوولین بیا وايي، په ولایتي کچه پرېکړه شوې چې د زلزله ځپلو د سرپناه ستونزې د حل په موخه، د ۵۰۰ کورونو جوړولو چارې پیل کړي.
د مسوولانو په خبره، هغه هېوادونه او مرستندویه موسسې چې په دې برخه کې یې ژمنې کړې، په نږدې وخت کې به د کورونو جوړولو کارونه پیل کړي.
کونړ کې د زلزله ځپلو عثمانيه کمپ مسول نبي الله طلحه وايي: « په لومړي سر کې اراده همدا ده چې هغو کسانو ته په خپلو علاقو کې اساسي سرپناه جوړه کړو چې کورونه یې ویجاړ شوي. دولت اراده لري چې د دغو کورونو جوړول پيل کړي او تر ۵۰ کورونه جوړ کړي؛ بیا هغه کسان هم راځي چې د کورونو جوړولو ژمنې یې کړې او په ټاکل شوي ځای کې به خلکو ته اساسي سرپناه برابروي.»
د يادونې ده چې په تېرو زلزلو کې د ننګرهار دره نور او د کونړ د مزار درې او دیوه ګل درې اوسېدونکو ډېر زیانونه لیدلي او اوسمهال د سرپناه نه لرلو له امله په لنډمهاله کمپونو کې ژوند کوي.
زلزله ځپلي ټینګار کوي چې څومره ژر امکان لري، عادي ژوند ته د بېرته ګرځېدو په موخه یې کورونه آباد شي.