د کابل په شمال کې پرتې د بګرام پوځي اډې د بېرته ترلاسه کولو په برخه کې که څه هم د امریکا د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونې نوې نه دي، خو دا ځل یې په اړه خبرې جدي ښکاري.
ډونالډ ټرمپ په بریټانیا کې د دې هېواد له لومړي سره ګډ خبري کنفرانس ته د خبرو پرمهال، یو ځل بیا د بګرام پوځي اډې نیولو خبره راپورته کړې او غواړي دا اډه بېرته ترلاسه کړي. د هغه په وینا، په دې اړه یې کارهم پیل کړی دی.
ډونالډ ټرمپ د بایډن حکومت له لوري د یادې پوځي اډې پرېښودلو پرېکړه ننګولې او ویلي یې دي چې دوی ځکه د دې اډې غوښتونکي دي چې په خبره یې اسلامي امارت هم له دې هېواده خپلې غوښتنې او اړتیاوې لري.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي: « هغوی[د بایډن حکومت] له هېڅ دلیل پرته له افغانستان څخه په بشپړ او ناوړه حالت کې ووتل. موږ هم غوښتل له افغانستانه ووځو، خو له ځواکمنتیا او درناوي سره. موږ به بګرام چې په نړۍ کې تر ټولو ستره پوځي هوايي اډه ده، را خپله کړو. موږ په وړیا ډول او د هېڅ شي په بدل کې دغه اډه هغوی ته وسپارله. هڅه کوو چې بېرته یې ترلاسه کړو. دا به یو کوچنی بېړنی خبر وي؛ ځکه هغوی له موږ یو څه غواړي او موږ هم دا اډه بېرته غواړو. د دې اډې د غوښتلو یو اصلي لامل لکه څنګه چې تاسې ښه پوهیږئ دا دی چې د چین د اټمي وسلو جوړولو له ځایه یو ساعت واټن لري. ډېر څه پېښېدونکي دي؛ خو زه له دې کبله ځکه ناهیلی یم چې ولې دغه مسئله تر اوسه حل شوې نه ده.»
سياېناېن رسنۍ د خپلو درېیو کره سرچینو له قوله راپور کې ویلي، ډونالډ ټرمپ له تېرو درېیو میاشتو راهیسې په پټه د ملي امنیت ډلې ته دنده سپارلې، ترڅو پر بګرام د بېرته کنټرول ترلاسه کولو لارې چارې وارزوي.
د سرچینو په حواله، په دې اړه خبرې له تېرې مارچ میاشتې راهیسې په جدیت روانې دي او د امریکا د ملي امنیت شورا د لوړ پوړو چارواکو په خبره، امریکا دغه اډه پر چین د څارنې، د افغانستان نایابه قېمتي ډبرو او کانونو ته د لاسرسي، د داعش خراسان ډلې پر وړاندې د ترهګرۍ ضد مرکز جوړولو او د ډېپلوماټیکې استازولۍ د ایجادولو اړوند اهدافو د رسېدنې لپاره ترلاسه کړي چې له شک پرته دا هر څه پوځي حضور ته اړتیا لري.
ټرمپ له دې وړاندې د ۲۰۲۴زېږدیز کال په وروستیو کې له خپلې ټاکنیزې سیالې کامالا هارېس څخه د ټاکنو تر ګټلو وروسته هم ویلي وو چې بیا هېڅکله افغانستان ته د دولت جوړونې په موخه نه ځي او نه هم د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.
ډونالډ ټرمپ هغه مهال ویلي وو: « دا اوس د افغانستان وګړو پورې اړه لري چې د خپل راتلونکي واک په خپل لاس کې واخلي، خپل هېواد په خپله اداره کړي او دایمي سولې ته ورسیږي. موږ به شریکان او ملګري و اوسو، خو هېڅکله به پر هغوی دا تحمیل نه کړو چې څه ډول ژوند وکړي او څه ډول خپله پېچلې ټولنه کنټرول کړي. موږ به بیاځل هېڅکله هلته د دولت جوړونې په موخه لار نه شو.»
بهرنیو چارو وزارت د بګرام پوځي اډې سپارلو او د امریکا پوځي حضور په تړاو هر ډول احتمال رد کړی. د یاد وزارت د درېیم ریاست رییس وايي، افغانستان او امریکا په خپلو کې تعامل ته اړتیا لري او له هر راز پوځي حضور پرته کولی شي سیاسي او اقتصادي اړیکې ټینګې کړي.
د بهرنیو چارو وزارت درېیم رییس ذاکر جلالي ویلي: « افغانستان او امريکا يو بل سره تعامل ته اړتيا لري او کولی شي د متقابل درناوي او مشترکو ګټو پر بنسټ اقتصادي او سیاسي اړيکې ولري، بې له دې چې امريکا د افغانستان په کومه برخه کې پوځي حضور ولري. پوځي حضور افغانانو په تاریخ کی نه دی منلی او دا احتمال د دوحې د خبرو او هوکړې پرمهال هم په بشپړ ډول رد شوی مګر نور تعامل ته دروازې پرانيستې دي.»
د چارو شنونکي بیا د بګرام هوايي ډګر په تړاو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونې او غوښتنه ناشونې بولي او فکر نه کوي چې اسلامي امارت دې امریکا ته پوځي اډې ورکړي.
د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « اسلامي امارت چې له یوې خوا د نا پېلیتوب خبرې کوي، د اقتصاد محوره سیاست خبره کوي، نو بیا کله امکان لري چې په لوی لاس امریکا ته اډې ورکړي او یوځل بیا په دې سیمه کې سیاسي ناندریو ته لاره هواره کړي. دلته په لرې واټن کې روسیه ده چې اوس له افغانستان سره رسمي ډېپلوماټیکې اړیکې لري او اسلامي امارت یې په رسمیت پېژندلی، د دې لپاره هم دا کار ناشونی دی.»
دا هر څه داسې مهال دي چې د بهرنیو چار وزیر امیرخان متقي د تېر ۲۰۲۴زېږدیز کال په سپټمبر کې د رسنیو مرکز په خبری کنفرانس کې امریکا ته په اشارې وویل، هغه هېوادونه چې یو ځل په افغانستان کې له ماتې سره مخ شوي وي، بیا ځل افغانستان ته د راتګ هڅه او د یرغل جرئت نه کوي.