Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغانستان کې بندي بریټانوۍ جوړه له بنده خوشي شوه

افغانستان کې بندي بریټانوۍ جوړه له بنده خوشي شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/20

د پيټر او باربارا رېنولډز په نامه دوه تنه بریټانوي اتباع چې د افغانستان د قوانين نقض کولو په جرم له اسلامي امارت سره بندیان وو، له قضايي پروسې وروسته له بنده خلاص شول.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي، دغه بریټانوي اتباع د قطر په منځګړیتوب بریټانوي چارواکو ته سپارل شوي.

عبدالقهار بلخي پر اېکس پاڼه لیکلي: « د افغانستان اسلامي امارت د اتباعو مسایلو ته له سیاسي او یا د معاملې له زاویې نه ګوري. هیله ده چې د اتباعو مسايل، خصوصاً هغوی ته د کونسلي خدماتو وړاندې کېدل، له سياسي ملاحظاتو پرته تضمين شي او افغانان هم چې هر چېرته وي، کونسلي خدمات ورته ورسیږي.»

دغه ۸۰ او ۷۶ کلن بریټانوۍ جوړه چې ښځه او خاوند دي، له تېرو شاوخوا اتو میاشتو راهیسې په افغانستان کې بندیان وو. د اسلامي امارت حکومت د تېر کال په فبروري کې ونیول.

د اسلامي امارت چارواکي وايي، پیټر او باربارا د قطر په منځګړیتوب له بنده خوشي او د بریټانیا حکومت ځانګړي استازي ته سپارل شوي دي. د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند په دې اړه د قطر له حکومت مننه کړې او زیاتوي: « همداراز په‌ دې تړاو د قطر د ورورهېواد د منځګړيتوب له رښتينو هڅو او تسهيل څخه هم مننه کوو چې د بریټانیا له ځانګړي استازي ريچارډ لېنډزي سره راغلي وو او ياد بریټانوي اتباع ورته وسپارل شول.»

د قطر د حکومت یوه چاوراکي ویلي، خوشي شوي بریټانویان به خپل هېواد ته تر لېږدولو وړاندې د طبي معایناتو لپاره قطر ته ولېږدول شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist