Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ګوټرېش: د ملګرو ملتونو دفترونو کې د افغان ښځو پر کار بندیز نا عادلانه دی

ګوټرېش: د ملګرو ملتونو دفترونو کې د افغان ښځو پر کار بندیز نا عادلانه دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/18

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش د سې شنبې په ماښام  په نیویارک کې یوې خبري غونډې ته خبرو پرمهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په اړوندو دفترونو کې د ښځو پر کار کولو بندیز غیر عادلانه پرېکړه بللې.

انټونیو ګوټرېش په دې خبري غونډه کې ویلي، په افغانستان کې د مرستو رسونې په برخو کې د ملګرو ملتونو په اړوند دفترونو کې د ښځو له کارونو مخنیوی به اړمن افغانان لاپسې وځپي. د نوموړي په وینا، ملګري ملتونه له خپلو شریکانو سره په دې کار کوي چې اسلامي امارت پوه کړي چې په بشرپاله چارو کې د افغان ښځو ګډون د افغانستان لپاره حیاتي دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوېرېش زیاته کړې: « اوس مهال په افغانستان کې تر ټولو جدي ستونزه له بشري مرستو د ښځو او نجونو محرومول او دغه راز ښځو او نجونو ته اجازه نه ورکول دي، ترڅو د مرستو په رسولو کې ګډون وکړي. دا کارونه د زغم وړ نه دي.»

په افغانستان کی د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي هم ادعا کوي چې اسلامي امارت له څو ورځو راهیسې د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکي په کابل او ولایتونو کې د ملګرو ملتونو اړونده ادارو او دفترونو ته له ورتګ منع کړې دي. د اسلامي امارت ویاندویان د دې ادعا نه رد اونه هم تایید کړی.

ورته مهال، د چارو شنونکي پر هغو نړیوالو سازمانونو چي ځانونه د بشري حقونو مدافیعن ګڼي، نېوکه کوي چي د دې سازمانونو ادعاوي تر شعارونو پورې محدودې دي. دوی وایي، تشو شعارونو د نړیوالو سازمانونو باور له منځه وړی.

د چارو شنوونکی توریالی ځاځی وايي: « ګوټرېش دې لاړ شي امریکا او اسراییلو ته. هغه نسل وژنه چې اسراییلو په غزه کې پيل کړې، ولې یې ملګري ملتونه مخنیوی نه کوي. له بلې خوا، که دوی غواړي په افغانستان کې د هرڅه په اړه معلومات ترلاسه کړي، نو افغانستان ته دې پلاوی واستوي، ترڅو هرڅه په خپلو سترګو وویني.»

خو یو شمېر نور شنونکي بیا له افغان حکومته غوښتنه کوي چي ښځو او نجونو ته دې د شریعت په رڼا کې د زده کړو او کار کولو زمینه برابره او اجازه دې ورکړي.  د دوی په خبره، د نجونو زده کړې نه یوازي د نړیوالو بلکې په کور دننه د ټولو افغانانو غوښتنه او جدي اړتیا ده.

شنونکی محمد اسماعیل ځدراڼ وايي: « اسلامي امارت ته هم په کار ده چې لکه څرنګه چې اسلام ښځو ته د زده کړو او کار اجازه ورکړې، نو دوی هم باید خپل دریځ نرم کړي، ښوونځي او پوهنتونونه بېرته خلاص کړي. که څه هم اسلامي امارت د ښځو ډېر حقونه لکه د میراث حقونه یا هم په بدو کې له ورکولو څخه ژغورل او داسې نور حقونه ورکړي دي.»

په افغانستان کی د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ داسې مهال نیوکه کړې چې اسلامي ‌امارت یې د ښځينه ‌کارکوونکو پر کار کولو مطلق بندیز لګولی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist