Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: قطر ته د دفاع وزیر سفر له نړۍ سره د افغان دولت د اړیکو پراخېدو څرګندونه کوي

کارپوهان: قطر ته د دفاع وزیر سفر له نړۍ سره د افغان دولت د اړیکو پراخېدو څرګندونه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/18

د اسلامي امارت دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد وړمه ورځ په یوه رسمي سفر قطر هېواد ته تللی او هلته یې د دې هېواد د دفاع وزیر ترڅنګ، د وزیرانو شورا له مرستیال او یوشمیر نورو قطري چارواکو سره لیدلي دي.

د معلوماتو له مخې، د افغانستان دفاع وزیر له قطري چارواکو سره د لیدنو پرمهال د کابل او دوحې ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار شوی او همدا راز د سیمې او نړۍ د وروستیو مسایلو په تړاو یې هم خبرې کړې دي.

د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي وايي: « په کتنه کې د دواړو لوریو تر منځ پر مشترکو موضوعاتو بحث وشو او د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا د ټینګار تر څنګ یې د سیمې او نړۍ پر وروستیو پېښو او تحولاتو هم خبرې وکړې.»

 

قطر په سیمه کې د امریکا مهم سټراټيژیک ملګری دی او له همدې امله دې هېواد سره اړیکې مهمې او ګټورې بلل کېږي. د چارو کارپوهان وايي، قطر له هر پلوه کولی شي د افغانستان په تړاو مثبت رول ولوبوي او له دې هېواد سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پراختیاؤ د افغانستان سیاسي او اقتصادي ثبات ته ګټه رسولی شي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « قطر په سیمه کې د امریکا د ګټو خوندي کولو لپاره یو له مهمو هېوادونو څخه دی. له قطر سره د سرپرست حکومت اړیکې ډېرې مهمې دي. دا خبرې نه یوازې د دوحې پروسې د دوام بلکې په سیمه کې د نویو پرمختګونو په تړاو د همکاریو ترلاسه کولو لپاره هم مهمې دي. دا چې دفاع وزیر قطر ته سفر کړی، حتمن به د افغانستان او سیمې سره د اړیکو په تړاو خبرې شوې وي. قطر کولی شي د افغانستان په زېربنايي او اقتصادي برخو کې پانګونه وکړي او دا کار کولی شي افغانستان ته سیاسي ثبات او ټیکاو راولي.»

د کارپوهانو په باور، د سیمې نور هېوادونه هم باید د قطر او نورو هېوادونو په څیر له افغانستان سره خپلې سیاسي اړیکې پراخې کړي او دا کار د ټولو خواو په ګټه دی.

د یو شمېر کارپوهانو غوښتنه دا ده چې ټولې خواوې باید له انعطاف کار واخلي او افغان ولس د خپلو سیاستونو قرباني نه کړي.

د سیاسي چارو شنونکی هاشم الکوزی وايي: « له اسلامي نظام سره تعامل او تګ راتګ او داسې سفرونه لکه مولوي یعقوب مجاهد چې قطر ته کړی، دا هم د افغانستان په ګټه دی او هم د سیمې. زه په ټولو غږ کوم چې دې ډول سفرونو ته ادامه ورکړي.»

ملا محمد یعقوب مجاهد قطر ته د خپل سفر پرمهال پر دې هېواد د اسراییلو برید غندلی او زیاته کړې یې ده چې افغان حکومت او ولس یې د قطرهېواد ترڅنګ ولاړ دي.

قطر د سیمې له مهمو هېوادونو دی او له امریکا سره نږدې سټراټیژيکه ملګرتیا لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist