Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کرنیز پرمختیا صندوق لپاره د ځانګړې ودانۍ جوړولو ډبره کېښودل شوه

د کرنیز پرمختیا صندوق لپاره د ځانګړې ودانۍ جوړولو ډبره کېښودل شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/17

د کرنیزې پرمختيا صندوق لپاره د ودانۍ جوړولو ډبره يې کېښوده او د کرنې وزارت چارواکي له همدې مراسمو په ګټنې په ځينو برخو کې پر پاتې راتلو هم اعتراف کوي.

دوی که څه هم د ځينو کرنيزو ستونزو حل خپله لاسته راوړنه يادوي، خو دا هم مني چې د تېرو څلورو کلونو په لړ کې يې د بزګرانو لويې ستونزې په بشپړه توګه نه دي حل کړې.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت معین صدراعظم عثماني وايي: « لکن هغه ستونزې چې اوس هم ځینې بزګران ورسره مخامخ دي، هغه ستونزې موږ نه دي حل کړې؛ خو زموږ کوشش دا دی چې هغه شرکتونه چې په زراعتي برخه کې کار کوي مګر د پيسو نه لرلو له امله یې کارونه کمزوري شوي یا یې فابریکې کمزورې شوې او یا نورې اقتصادي ستونزې لري، موږ دېته تیار یو چې دوی ته پیسې ورکړو.»

نوموړی د کرنې وزارت په مالي ملاتړ د ځينو هغو شرکتونو د فعاليتونو بيا پيل کېدو خبره هم کوي چې له مودې راهيسې یې فعاليتونه د مالي ستونزو له امله درېدلي وو.

عثماني په دې اړه وايي: « په دې ودانۍ باندې تقریبا ً ۶۹ میلیونه افغانۍ لګښت راځي. د دې ودانۍ لپاره له دې وړاندې خپل ساختمان نه و، خو له دې وروسته به خپله ودانۍ ولري، آدرس به یې معلوم وي او خلک به خپل اداري کارونه دلته خلاصوي.»

بله خوا، کرنې وزارت د کرنیز سکټور د ودې لپاره د خپلو هڅو په دوام، د کرنیزې پرمختيا صندوق لپاره د ۶۹ میلیون افغانيو په ارزښت ودانۍ جوړوي او قراردادي شرکت يې په ۱۸ مياشتو کې د چارو د بشپړولو ډاډ ورکوي.

د خصوصې شرکت مسوول نورالامین شفق وايي: « د اسلامي امارت له مشرانو مو هیله دا ده چې دا ډول نورې عام المنفعه او توسعه يي پروژې هم پيل کړي، ترڅو له یوې خوا مو هېواد آباد او له بلې خوا خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د چارواکو په خبره، افغانستان د کرنې او مالدارۍ په برخه کې تر ډېره پر ځان بسیاینې ته رسېدلی او په لږو برخو کې له نورو هېوادونو واردات کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist