Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اسلامي امارت د نشه يي توکو د تولید په اړه د ټرمپ څرګندونې رد کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/17

امریکا له کاناډا، مکسیکو او وېنزوېلا څخه د نشه ‌يي توکو د قاچاق له امله په خپلو پولو کې امنیتي تدابیر زیات کړي او د دې پدیدې د مخنیوي په موخه یې د دغو هېوادونو پر صادراتو لوړې تعرفې لګولې دي.

تازه د دې هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د افغانستان په ګډون یو شمېر هېوادونو کې لا هم له نشه‌يي توکو سره مبارزه نه ده شوې.

ټرمپ په کارابین سمندر کې د امریکايي سمندري ځواکونو له لوري د نشه ‌يي توکو د قاچاق مخنیوي په تور د یو شمېر وېنزوېلايي وګړو وژلو ته په اشارې زیاته کړې، دغو هېوادونو تېر کال هغه اصول نه دي رعایت کړي چې په تړاو یې د نشه ‌يي توکو مخنیوي لپاره له نړیوالې ټولنې سره موافقه کړې.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي: « زه دلته افغانستان، بولیویا، برما، کولمبیا او وېنزوېلا داسې هېوادونه ګڼم چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې يې د نشه ‌يي توکو پر وړاندې نړیوالو هوکړو ته د غاړې اېښودو په برخه کې څرګنده ناکامي ښودلې.»

د راپورونو له مخې، کولمبیا د امریکا یادې ادعاوې بې بنسټه بللې، خو وېنزوېلا بیا د نشه ‌توکو قاچاق تورونه د واشنګټن له لوري د دې هېواد د حکومت لپاره سیاسي دسیسه یاده کړې.

بله خوا، د افغانستان اسلامي امارت مسوولین په افغانستان کې د نشه توکو د قاچاق په اړه د امریکا ادعا ردوي او د دې پدیدې په وړاندې د جدي مبارزې ډاډ ورکوي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، په ټول هېواد کې د دې پدیدې له منځه وړلو په موخه زرګونه اغېزناک عملیات ترسره شوي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « افغانستان له نشه يي توکو پاک هېواد دی. د افغانستان اسلامي امارت د نشه يي توکو پر وړاندې قوي او جدي مبارزه کړې او د نشه يي توکو د کښت، تولید او قاچاق د بندیر په اړه د امیرالمؤمنین له فرمان وروسته په ټول افغانستان کې د نشه يي توکو پر وړاندې خورا کوټلي ګامونه پورته شوي او موږ بریالي شوي یو چې په افغانستان کې د نشه يي توکو د کښت او تولید کچه صفر ته نږدې کړو. دغه راز د مخدره موادو د تولید، پروسېس او قاچاق پر ضد هم د امنیتي ځواکونو له لوري زرګونه عملیات ترسره شوي او په دې برخه کې هم مهم پرمختګونه شته دي.»

په ورته مهال، شنونکي د اسلامي امارت له لوري په افغانستان کې د نشه ‌يي توکو پر کرکیله او قاچاق د بنديز پرېکړه مهمه ګڼي او په خبره يې، د ملګرو ملتونو وروستيو ارزونو له مخې د يادو توکو په کر او توليد کې د پام وړ کموالی راغلی.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي: « د افغانستان په اړه د دوی ادعا بې بنسټه بولو، ځکه چې د اسلامي امارت له بیاځل راتګ سره سم، د امیرالمؤمنین د فرمان پر بنسټ هغه ټول نشه يي توکي صفر ته رسېدلي چې په افغانستان کې تولید کېدل.»

د چارو یو شمېر نور شنونکي بیا په دې باور دي چې اوسني حکومت له واکمنېدو سره سم د نشه ‌يي توکو پر وړاندې مبارزه د تېر په پرتله جدي پيل کړې او په نتيجه کې يې د يادو توکو کرکیله او قاچاق نږدې صفر ته رسولي دي.

د چارو شنونکی محمد زلمی افغانیار وايي: « د امریکا د ولسمشر له خوا له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د ناکامۍ په تړاو د راپور خپرېدل چې د افغانستان نوم هم په کې شته دی، سیاسي موج سواري ده. که امریکا ریښتیا هم غواړي له نشه يي توکو او تروریزم سره مبارزه ولري، له خپل ستراتیژيک ملګري پاکستان سره دې خبرې وکړي. هغوی نه شي کولی تقابلات په حکومتدارۍ کې د ستراتيژيک عمق نه پلي کېدو له امله مطرح کړي.»

د راپورونو پر بنسټ، فینټانیل هغه صنعتي نشه يي توکي دي چې په ټوله نړۍ کې پرې میلیونونه ځوانان روږدي شوي او د دې نشه يي توکو د تولیداتو کچه ور ځ تر بلې د پراخیدو په حال کې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist