په کابل ښار کې د ټرافیکي ګڼه ګوڼې زیاتوالی، د ټرانسپورټي وسایطو بې نظمي، د ټرافیکي څراغونو خرابوالی او نه شتوالی هغه څه دي چې د دې ښار اوسېدونکي او موټر چلوونکي یې له پرله پسې ستونزو سره مخ کړي.
د ښار یو شمېر ټکسي چلوونکي د ټرافیکي څراغونو له خرابوالي، نه شتون او د ښار په کچه د بې نظمۍ له ډېروالي څخه شکایت کوي او وایي، دا کار په ښار کې له حده زیاتې بې نظمۍ سبب شوی چې په خبره یې ځینې وخت د سخت لار بندان او ټرافیکي پېښو سبب هم کېږي.
چلوونکي د ښار په واټونو او څلور لارو کې د ګڼه ګوڼې کمولو لپاره د ټرافیکي څراغونو موجودیت ضرورت بولي او له اړوندو ادارو په یاده برخه کې د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.
ټکسي چلوونکی سهراب وايي: « د کابل ښار کې ګڼه ګوڼه ډېره زیاته ده، موټر هم ډېر دي. زه خپله هم ټکسي وان یم، خو د بیروبار له امله ستړی شوی یم.»
ټکسي چلوونکی لعل پاچا وايي: « که چېرې په څلور لارو کې ټرافیکي څراغونه فعال وي، ټرافیک ته اړتیا نه پاتې کېږي، ډرېوران خپله قانون رعایت کوي.»
په ورته وخت کې د کابل ښاریان په دې ښار کې د ټرافیکي پېښو او بې نظمۍ زیاتوالي عمده لامل د موټرچلوونکو بې احتیاطي بولي او ټینګار کوي چې د دې ستونزو له امله نه شي کولی ورځنیو چارو ته په وخت رسېدنه وکړي. دوی له حکومت د ستونزو د حل غوښتنه کوي.
د کابل ښار اوسېدونکی فاروق وايي: « د ګڼه ګوڼه له امله تر ډېره موټر چلوونکي ملامت دي، سمه ډرېوري نه کوي، بېځایه درېږي او لارې بندوي.»
د کابل ښار اوسېدونکی ضمیر وايي: « له مسوولینو غوښتنه کوم چې په ښار او څلور لارو کې ټرافیکي اشارې نصب کړي. تاسو وینئ په کومو څلور لارو کې چې ټرافیکي څراغونه نه شته، هلته ډېر بیروبار دی او خلک له ستونزو سره مخامخ دي.»
د اسلامي امارت مرستیال ویاند د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي او یو شمېر نورو چارواکو په مشرۍ ناسته کې د ټرافیکي چارو د تنظیم طرحې کتنه، په ښارونو او لویو لارو کې د ټرافیکو پېښو د مخنیوي په اړه د پرېکړو خبر ورکوي او زیاتوي چې په دې ناسته کې د شخصي، مسافر وړونکو او بار وړونکو موټرونو د تګ راتګ تنظیمولو په اړه بحث او پرېکړې شوې.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « په دې غونډه کې د ټرافیکي اشارو او نښو، د لارښودو لوحو، په ګولایي ګانو کې د مقعرو او محدبو هندارو د لګولو، د پټلیو د ګارد ایجادولو او د واټونو او لویو لارو د کرښو ایستلو، د تخنیکي چک او معاینې او د موټر چلوونکو د روغتیایي او مصئونیت کارتونو د وېش، په ښارونو او لویو لارو کې د ټرافیکي سرغړونو او د ټرافیکي پېښو د مخنیوي په موخه او د شخصي، مسافر وړونکو او بار وړونکو موټرونو په تګ او راتګ کې د نظم رامنځته کولو لپاره د نورو اړتیا وړ مواردو په اړه هراړخیز بحث او ارزونه وشوه او د غونډې په پای کې لازم تصمیمونه ونیول شول.»
دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو پربنسټ، په هېواد کې د لسیزو جګړو وروسته د امنیت ټینګښت سره په اوسنیو شرایطو کې د خلکو د مرګ ژوبلې ډېره برخه د ټرافیکي پېښو له امله ده.
د کورنیو چارو وزارت هم د ټرافیکي پېښو او ګڼه ګوڼې د مخنیوي لپاره یو شمېر قوانین وضع کړي، خو لا هم ټرافیکي ستونزي په خپل ځای دي.