د کندهار د وچو انځرو یوه لوی مارکېټ ته راغلي سوداګر وايي، د واګې بندر د تړلي پاتې کېدو له امله يې زرګونه ټنه وچ انځر پاتې او که یاد بندر همداسې تړلی پاتې شي، سوداګر او کروندګر به لویو مالي تاوانونو سره مخ شي.
بڼوال شمس الله وايي: « دا انځر مې له خاکرېز، ارغستان او شاه ولیکوټ ولسوالیو څخه راوړي. دا مې په ۱۳۵۰ اخیستي، خو اوس یې په ۹۰۰ غواړي. له حکومت غواړو چې لارې خلاصې کړي، مالیه کمه واخلي، ترڅو مال ووځي. په دې حال کې تاجر او بزګر دواړه تاواني دي.»
سوداګر ثناالله وايي: « غوښتنه مو دا ده چې لارې خلاصې شي، ترڅو انځر بهر ته صادر شي. دا شی افغانستان کې بازار نه لري.»
که څه هم سږ کال د وچو انځرو بیه د تېر کال په پرتله راټیټه شوې، خو سوداګر وايي له دې ټيټې بیې سربېره، پېرودونکي هم کم شوي.
د سوداګرو په وینا، د دوی محصولات د لارو د نه شتوالي له امله د زیان له خطر سره مخ دي او له حکومت غوښتنه کوي چې بهر ته د صادراتو لپاره بدیلې او دوامداره لارې پيدا کړي.
د وچې مېوې سوداګر شکر الله واي: « بڼوال او سوداګر دواړه اندېښنه لري؛ ځکه بیې نیم په نیمه غورځېدلې دي او خریدار نه شته. دولت باید د سیمې له هېوادونو سره خبرې وکړي او زموږ د لارو مشکلات راحل کړي.»
د وچې مېوې سوداګر حاجي راز محمد وايي: « انځر د واګې له لارې صادرېدل، خو اوس دا لاره بنده ده. اوس موږ چابهار ته مجبور یو، دا لاره تقریبا ً دوې میاشتې وخت نیسي چې مقصد ته ورسېږي. له دولت غوښتنه کوو چې د کارګو زمینه برابره او کرایې ټیټې کړي.»
د کندهار د وچې مېوې اتحادیې مشر د سوداګرو د اندېښنو په تایید سره وايي، د مناسبو ټرانزیټي لارو نه شتوالي د افغان صادراتو لپاره جدي ننګونه رامنځته کړې، خو هڅه کېږي چې خوندي بدیلي لارې ولټول شي.
کندهار کې د وچې مېوې ټولنې مشرحاجي عبدالحد وايي: « د پاکستان او هندوستان ترمنځ د جنجال او واګې بندر تړل کېدو له امله، سږ کال د افغانستان د وچو او تازه مېوو په صادراتو کې ستونزې شته. موږ له اسلامي امارت غوښتنه کوو چې په کندهار کې الوتنې راکړي، موږ خپله هم د یوه کارګو پر پروګرام کار کوو او تمه ده چې راتلونکو څو ورځو کې برابر شي. دا کارګو کولی شي په یوه پېره ۹۰ تر ۱۰۰ ټنو انتقال کړي او په اوونۍ کې به ۳ الوتنې ولري.»
د یادونې وړ ده چې د کندهار په ډېری ولسوالیو کې د انځر باغونه شته او دا محصول د خلکو لپاره د عاید یوه له مهمو سرچینو ګڼل کېږي.
د تېر کال په پرتله د انځرو په بیو کې د پام وړ کمښت او وچکالي سبب شوي چې باغ لرونکي او کروندګر له جدي اقتصادي ننګونو سره مخ شي.