په دې وروستیو کې په پاکستان کې ناامنۍ زیاتې شوې دي، جګړې زور اخیستی او په نظامي مرکزونو او کاروانونو بریدونه کیږي چې لوړ تلفات هم لري.
له ډیورنډ فرضي کرښې هاخوا د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمو کې د دې هېواد پر پوځیانو وسله وال بریدونه شوي چې لسګونه تنه پوځیان په کې وژل شوي یا ژوبل شوي دي.
تحلیلوونکي وايي، د پاکستان ناامني اوس په کورنۍ جګړې بدله شوې. دا مهال پاکستانی حکومت د بلوڅ ازادي غوښتونکو ترڅنګ، له ګڼ شمېر وسله والو ډلو سره په جګړو بوخت دی او په دې جګړو کې یې پوځ درنه مرګ ژوبله هم لري.
دوی وايي، اسلام اباد نه باید د خپلو کورنیو ناامنیو او جګړو پړه پر خپلو ګاونډیانو واچوي؛ ځکه دا مسله د پاکستان کورنۍ ستونزه ده او له نورو یې باید ونه انګېري.
د سیاسي چارو شنونکی کمال ناصر اصولي وايي: « پاکستان یوې کورنۍ جګړې ته داخل شوی، مشکلات یې ورځ تر بلې ډېرېدونکي دي او هر هغه څه چې دوی په سیمه کې له نورو ملتونو سره کول، اوس خپل ورسره لاس تر غاړې دي. پاکستان نه باید د خپلو کړنړ مسوولیت پر ګاونډیو هېوادونو یا ډلو ټپلو واچوي؛ ځکه دوی خپل کرلي رېبي.»
باور دا دی چې پاکستان له پیدایښت تر دې دمه د خپلو ګټو لپاره داسې سیاستونه غوره کړي چې په مټ یې ترهګري روزلې او خپلو ګاونډیانو او د سیمې نورو هېوادونو ته یې ستونزې جوړې کړې دي.
کارپوهانو په خبره، اوس پاکستان د خپلو ناسمو پالیسیو په لومه کې راګیر دی، خو د حل یوازینۍ له لاره بیا دا ده چې اسلام اباد په خپلې بهرنۍ پالیسۍ کې ژور بدلون راولي او د خپلو ګټو په اندازه د نورو ګټو ته هم اهمیت ورکړي.
د سیاسي چارو شنونکی نجیب الرحمان شمال وايي: « کوم بریدونه چې د پاکستان د سیاسي او نظامي مخالفینو له خوا کېږي او په ترڅ کې یې لسګونه امنیتي ځواکونه وژل کېږي، دا ښکاري چې شاید پاکستان یوه خطرناک کورني جنګ ته داخل شي. په دې مسله کې افغانستان او نور ګاوڼدي هېوادونه ښکېل نه دي او نه باید ملامتي پر افغانستان واچول شي.»
د چارو شنونکي دغه راز وايي، د ناامنۍ ترڅنګ پاکستان اوس له سیاسي او اقتصادي بحران سره هم مخ دی. د دې هېواد ملي کرنسۍ د بهرنیو اسعارو پر وړاندې ورځې تر بلې ښکته روانه ده، د خلکو اقتصاد هم په ځوړ روان دی او همدا راز د توکو بیې په کې څو برابره لوړې شوې دي.
د سیاسي چارو شنوکی مرتضی مطهري وايي: « پاکستان د خپلو ګاونډيو هېوادونو په کورنیو چارو کې په لاسوهنې سره، په ځانګړې توګه د افغانستان په نا امنه کولو سره د خپلو خلکو ملاتړ له لاسه ورکړی. اوسمهال پاکستان په کور دننه له ګڼو ننګونو سره مخ دی، لکه د کار نه شتوالی، د فقر او بېوزلۍ ډېرېدل او هغه امنیتي ګواښونه چې په دې وروستیو کې ډېر شوي، د هغو ننګونو له ډلې دي چې د پاکستان خلک ورسره مخ دي. همدارنګه د پاکستان خلک له بد اقتصادي وضعیت سره هم مخ دي او پیسې یې ورځ تر بلې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې ارزښت له لاسه ورکوي.»
څو ورځې وړاندې د پاکستان تر کنټرول لاندې بنو ولسوالۍ کې له وسله والو سره د جګړې پرمهال د څو تنو پوځیانو د وژل کېدو ترڅنګ، د عدنان په نوم د پاکستاني پوځ یو مېجرهم ټپي شو چې وروسته یې د ټپونو له امله ساه ورکړه.