د بندیانو په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي ادم بولر په مشرۍ لوړپوړی پلاوی چې د افغانستان سولې لپاره د دې هېواد پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم ورسره و، د شنبې په ورځ ناوخته هېواد ته له راتګ وروسته د اسلامي امارت له چارواکو سره لیدلي.
د ریاست الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په لیدنه کې د کابل او واشنګټن پر سیاسي او اقتصادي اړیکو سربېره، دواړه لوري د بندیانو د خلاصون په اړه هم غږېدلي دي.
په دې لیدنه کې امریکا د افغانستان له خصوصي سکټور سره یو ځای د پانګونې او د اړیکو پراختیا ته چمتووالی ښودلی.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « په دې کتنه کې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روان وضعیت د بحث ترڅنګ، د افغانستان او امریکا پر دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو هم بحث او خبرې وشوې.»
دغه راز، د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او ادم بولر ترمنځ په جلا لیدنه کې د بندیانو د خلاصون په تړاو د دوه اړخیزو خبرو اترو پر دوام ټینګار شوی او د پېچلو ستونزو د نه شتون څخه په استفادې د اړیکو د عادي کېدو غوښتنه شوې.
بهرنیو چارو وزارت د بولر له قوله ویلي، امریکا د هېوادونو د انتخاب ازادۍ ته درناوی لري او نه غواړي پر افغانانو څه د زور له لارې وتپي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل وايي: « د امریکايي پلاوي مشر زیاته کړه چې هېواد یې د ملتونو د انتخاب ازادۍ ته درناوی لري او نه غواړي پر افغانانو څه شی وتپي.»
دا په تېرو شاوخوا شپږو میاشتو کې د ادم بولر په مشرۍ او د زلمي خلیلزاد په ملتیا د دې امریکايي پلاوي دویم رسمي سفر دی چې افغانستان ته ترسره کېږي. له دې وړاندې د روان زیږدیز کال په تېره مارچ میاشت کې هم له راتګ سره یې د افغانستان له بندخونو د جورج ګلېزمن په نامه یو بندي امریکايي تبعه ازاد کړی و.
له هغه دوه میاشتې وړاندې بیا په جنوري کې رایان کوربټ او ویلیام مک کېنټي د خانمحمد په نوم د یو افغان په تبادله کې له بنده ازاد شوي و.
د سیاسي چارو شنونکی مرتضی مطهري وايي: « که دې سفر موخه د اسلامي امارت او نړۍ او په ځانګړې توګه امریکا ترمنځ د اړیکو پراختیا وي، نو دا سفر به ښه پایله ولري. خو که موخه د امریکا ګټې او د امریکايي بندیانو خوشي کول وي، دا ډول سفرونه به مثبته پایله ونه لري.»
افغانستان ته له وړاندې د نا اعلان شوي امریکايي پلاوي دغه سفر کې ښايي پر ګڼو سیاسي او اقتصادي برخو ههم خبرې شوي وي، خو تر ډېره یې اصلي موخه د افغانی الاصله امریکايي تبعه محمود شاه حبیبي ازادولو هڅې بلل شو دي چې امریکا یې د افغانستان په بند کې د شتون او اسلامي امارت یې په تړاو د ناخبرۍ خبره کوي.
امریکا ادعا لري چې نوموړی په ۲۰۲۲زېږدیز کال د کابل په زړه کې د القاعده شبکې په مشر ایمن الظواهري پر مېشت ځای تر برید وروسته د اوسني حکومت له لوري نیول شوی چې په خبره یې له هغې مودې تر دې دمه د بند ورځې شپې تېروي.
د سیاسي چارو شنونکی واحد فقیري وايي: « د دې پلاوي اسلامي اموریت او دنده دا ده چې په نورو هېوادونو کې بندي امریکايي وګړي له بنده خلاص کړي. له دې سفره د نورو کارونو توقع کول یا بل څه ورسره تړل، زه فکر کوم د اذهانو مغشوشول دي او له خلکو سم معلومات پټول دي.»
افغانستان ته د یاد امریکايي پلاوي سفر داسې مهال دی چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ واک ته تر بیاځلې رسېدو وروسته د امریکايي اتباعو ازادولو ته لومړیتوب ورکړی او تر دې وړاندې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د امریکايي اتباعو نیول کېدل د افغانستان له اوسني سره د مثبت تعامل ترمخ یو له سترو خنډونو بللی و.
دې وزارت د اسلامي امارت له چارواکو سره په دې اړه پر دوامداره خبرو اترو ټینګار کړی و او د ژر تر ژره خلاصون غوښتنه یې کړې وه.