که څه هم د کونړ ولایت له زلزله ځپلو سره د مرستو لړۍ روانه ده، خو د سیمې خلکو معلومات ښيي چې لاهم یو شمېر سیمو ته مرستې نه دي رسېدلې.
د خلکو په خبره، یو شمېر داسي سیمې شته چي د موټر او هیلکوپټرو ورتګ سخت دی او تراوسه لومړنۍ مرستې نه دي ور رسېدلې. دوی له حکومت او خلکو غوښتنه کوي چی زیانمنو ته مرستې ورسوي.
د سیمې اوسېدونکی وايي: « زموږ کلی ټول خراب شوی، داسې کورونه شت چې ۱۸ تنه په کې شهیدان شوي. په بل کور کې یوازې یو ماشوم ژوندی پاتې دی.»
د سیمې یو بل اوسېدونکی وايي: « زموږ په کلي کې لاهم ډېر خلک تر خاور لاندې دي او هېڅ ډول رسیدګي ورته نه ده شوې. همدارنګه په ډېرو نورو کلیو کې هم خلک تر خاورو او ډبرو لاندې دي.»
ځايي خلک که څه هم له امنیتي ځواکونو، خیریه او نړیوالو بنسټونو خوښ دي خو وايي، شوې مرستې بسنه نه کوي.
په ورته مهال، د اقتصاد وزارت چارواکي وايي، زیاترو سیمو ته يې لومړنۍ مرستې رسولې دي او لا هم حکومتي مسوولین او خلک لګیا دي هغو سيمو ته مرستې ورسوي چې لاس رسی ورته سخت دی.
د چارواکو په خبره، د سوداګرو، خیریه بنسټونو او عامو خلکو په ګډون یو شمېر هېوادونو هم مرستې کړې، خو زیاتوي چې دا مرستې بسنه نه کوي. دوی له نړیوالو غوښتنه کوي چې له زلزله ځپلو سره په وخت مرستې وکړي.
د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وايي: « په زلزله ځپلو سیمو کې د ژغورنې او مرسته رسولو عملیات لاهم ادامه لري. د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په مشرۍ کمېټه جوړه شوې او تر اوسه د سرپناه لپاره د خېمو، روغتیايي او پاکۍ ساتلو اړوند چارو، د څښاک پاکو اوبو او خوراکي توکو د چمتو کولو په برخه کې مهم ګامونه پورته شوي دي. نړیوالې ټولنې هم د همکاریو ژمنه کړې چې هیله لرم هرڅومره ژر چې کېږي، عملي شي.»
د نظري په خبره، د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د چارواکو په مشرۍ یوه کمېټه جوړه شوې تر څو مرستې په اړمنو کورنیو په وخت او شفاف ډول ووېشي.