Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د نورګل ولسوالۍ مزار درې په ودیرې کلي کې لاهم خلک تر خاورو لاندې پاتې دي

د نورګل ولسوالۍ مزار درې په ودیرې کلي کې لاهم خلک تر خاورو لاندې پاتې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/04

کونړ کې د ویجاړو شویو کورونو چپه شویو دېوالانو د راناستو چتونو لاندې د بند پاتې خلکو د ایستلو هڅې روانې دي. د سیمې خلک او مرستندویه ادارو کارکوونکي په ګډه هڅه کوي چې تر خاورو لاندې د شهیدانو اجساد را وباسي.

د نیستۍ څپو وهلی او په تن ضعیف سپین ږیری د خپل ویجاړ شوي کور په ډاګ ناست دی او وايي،  کور یې په زلزله کې په بشپړ ډول ویجاړ شوی، د مېرمنې او د دوو بچیانو جسدونه یې د خپل کور د رانړېدلو دېوالونو لاندې دي.

د قرباني شوې کورنۍ سرپرست وايي: « زه خپله کور کې نه وم، ښځه او دوه بچیان مې کور کې وو چې زلزله راغله او درې واړه تر خاورو لاندې شول. پرون ورځ مو کار وکړ، خو بچي مې پیدا نه شول، نن بیا هم لګیا یو چې د بچیو جسدونه را وباسو.»

دغه سپین ږیری چې زلزلې یې د کورنۍ غړي او د کور ټوله هستي اونیستې ترې اخیستې، د مرستې غوښتنه کوي او زیاتوي چې له همدې یوه جوړه زړو جامو پرته چې اوس یې په تن دي، بل هېڅ هم نه دي ورپاتې.

د قرباني شوې کورنۍ سرپرست وايي: « د حکومت چې څه له وسې کېږي، ما سره یې د وکړي؛ ځکه هرڅه، دار او ندار مې لاندې شول او زه اوس هر څه ته اړتیا لرم. تر هرڅه وړاندې سرپناه او خوراکي توکو ته اړتیا لرم.»

زلزلې د نورګل ولسوالۍ مزار درې په ودیر کلي کې د هرکور له غړیو قرباني اخیستې چې د سیمې او اسېدونکي په وینا، لاهم په ځینو ساحو کې شهیدان تر خاورو لاندې دي.

د ودیر کلي د جومات امام مولوي رحمت الله وايي: « زما له کور څخه ۷ تنه شهیدان شوي. شاوخوا کې د مړو او ژوبلو کسانو شمېر ناڅرګند دی، هر کور کې دغه حال دی.»

د قرباني شوې کورنۍ سرپرست وايي: « زموږ کور رانسکور شوی، ټول غړي ترې لاندې دي، لګیا یو را وباسو یې، د شمېر پته نه لګي.»

دغه زلزله ځپلې کورنۍ وايي، حکومت یې ټپیان د چورلکو په وسیله تر روغتونونو رسولي او د شهیدانو په انتقال کې یې هم ورسره مرسته کړې، خو لاهم لومړنیو مرستو ته اړتیا ده او باید د سرپنا غمه وخوړل شي.

د قرباني شوې کورنۍ سرپرست وايي: « د نورګل ولسوالۍ تقریبا ً ټول کلي زلزلې وهلي او خراب کړي دي. موږ عاجلو مرستو ته اړتیا لرو.»

د یوې بلې کورنۍ سرپرست وايي: «دلته اوس د خېمو اړتیا ده، ځکه نن شپه باران راغی او زموږ خلک تر شنه آسمان لاندې په لوڅه ځمکه پاتې وو. زموږ خلک هر ډول مرستې ته اړتیا لري.»

د کونړ په نورګل، چپه دره، پېچ دره، وټه پور او اسعد اباد ولسوالیو کې زلزلې له پنځه زره زیات کورونه ویجاړ کړي او زرګونه خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې. وضیعت په کتو، ممکن د قربانیانو شمیر نور هم لوړ شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist