Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بهرنیو چارو وزارت خپلو استازولیو ته له زلزله ځپلو سره د مرستو تنظیمولو امر کړی

بهرنیو چارو وزارت خپلو استازولیو ته له زلزله ځپلو سره د مرستو تنظیمولو امر کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/04

د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، له هېواده بهر د افغانستان سیاسي استازولیو سره په کونړ کې له زلزلې وروسته زيانمنو هېوادوالو سره د کېدونکو مرستو په تړاو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزیر ټولو ډېپلوماټیکو استازولیو ته سپارښتنه کړې چې د خپل ماموريت په هېوادونو کې حکومتي مسوولينو، خيريه بنسټونو او اهل خير وګړو ته له زلزلې وروسته د وضعيت په اړه معلومات وړاندې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل په دې اړه وايي: « د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر، محترم مولوي امیرخان متقي، له هېواده بهر د افغانستان سیاسي استازولیو سره په کړنړ او څنګ‌ لوريو ولايتونو کې له زلزلې وروسته زيانمنو هېوادوالو سره د کېدونکو مرستو په تړاو خبرې وکړې. د هېواد د بهرنیو چارو وزیر ټولو ډېپلوماټیکو استازولیو ته سپارښتنه وکړه چې د خپل ماموريت په هېوادونو کې حکومتي مسوولينو، خيريه بنسټونو او اهل خير وګړو ته له زلزلې وروسته د وضعيت په اړه معلومات وړاندې کړي او د مرستو رسولو، اړینو اسانتیاو او ښه مدیریت په برخه کې هڅې وکړي.»   

همدارنګه د بهرنیو چارو وزیر د قطر دولت د بهرنیو چارو وزارت کې د نړیوالو همکاریو په چارو کې دولتې وزیرې مریم بنت علي ناصر المسند سره هم ټیلیفوني خبرې کړې دي.

بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې مکالمه کې د قطر د دولت وزیرې د افغانستان کونړ او څیرمه ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې او اوښتې مرګ‌ ژوبلې له امله د قطر دولت د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل او د مرستې چمتوالی وښود.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist