د سړک جوړونې دا پروژه یوه داخلي شرکت ته په قرار داد ورکړل شوې او په ترڅ کې به یې شاوخوا ۲ کلیومټره فرعي سړک د ۸ مترو په سور جوړ شي.
د مسوولینو په خبره، په دې سړک ۳۵ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د بغلان ښاروالۍ له خوا ورکول کېږي.
د مرکزي بغلان ولسوالۍ ښاروال لطیف الله عبیده وايي: « په دې پروژه ۳۵ میلیونه افغانۍ لګښت راځي. له دې سړک څخه به د بار وړونکو موټرو د تګ راتګ لپاره کار واخیستل شي، ترڅو ښار کې ګڼه ګوڼه ختمه شي.»
د قراردادي شرکت مسوول احمد زبیر حقاني وايي: « اوسمهال موږ د ۱.۵ کیلیومټره سړک د جوړولو قرارداد کړی، دا له پښتونستان چوک نه پيل کېږي او د بغلان له دو سرکې سره وصل کېږي.»
په همدې حال کې، سیمه ییز چارواکي هېواد کې د رغنیزو پروژو ترسره کېدل د اقتصادي ودې لپاره مهم بولي او له بهر مېشتو افغان پانګوالو په کور دننه د پانګونې غوښتنه کوي.
د بغلان والي عبدالرحمن حقاني وايي: « په نږدې راتلوونکي کې به په بغلان ولایت کې ډېر انکشافي کارونه پيل شي، په دې کارونو کې به ډېری ځوانان بوخت شي او نور خلک به یې له کارولو ګټه اخلي.»
د مرکزي بغلان ولسوال محمد حسن شهاب وايي: « موږ له خپلو داخلي او بهر مېشتو پانګوالو غوښتنه کوو چې راشي او پانګونه وکړي، موږ له دوی سره همکار یو او د امنیت د تأمین ژمنه کوو.»
که څه هم د دې پروژې پیل د سیمې اوسېدونکو له هرکلي سره مخ شوی، خو په ورته وخت کې دوی په بغلان ولایت کې له حکومت د ورته انکشافي پروژو پر دوام او عملي کیدو ټینګار کوي.
د سیمې اوسېدونکی محمد ابراهیم وايي: « اړتیا ده چې ښه سړکونه ولرو او د تګ راتګ لارې جوړې وي.»
د سیمې اوسېدونکی خالد وايي: « که سړکونه پاخه شي، خلکو ته به ډېر سهولتونه جوړ شي، خاورې دوړې به ورکې شي او موټرو ته به تګ راتګ اسانه شي.»
د یادونې ده چې د دې سړک د لومړي فاز چارې به راتلوونکو څلورو میاشتو کې بشړې شي.