د غزني ولایت په مقام کې د اتصالات مخابراتي شرکت له لوري د قرانکریم د حسن تلاوت اتلسم پړاو سیالۍ پیل شوې.
د اتصالات مخابراتي شرکت له لوري دغه سیالۍ چې د هېواد په اتو زونونو کې ترسره کېږي، پیل یې له غزني ولایت شوی او شاوخوا ۳۰۰ کسانو په کې ګډون کړی. د دې شرکت مسوولین وایي، له هر ولایت لس غوره کسان ټاکل کېږي چې وروستۍ غونډه به په کابل کې له ټولو ولایتونو څخه د ټاکل شویو کسانو له ډلې د لس غوره هغو لپاره د شانداره مراسمو په ترڅ کې تر سره شي.
د اتصالات مخابراتي شرکت استازی الله نور همت وايي: « پيل یې له غزني ولایت شوی او بیا به بلخ، ننګرهار، فاریاب او کندهار ولایتونو کې ترسره کېږي. له هر ولایت څخه به درې تنه غوره قاریان انتخابېږي چې ټول ۲۴ تنه کېږي. د دوی لپاره به بیا په کابل کې لویه سیاسي برابرېږي چې له منځه به یې دوه یا درې تنه قاریان انتخاب شي. دوی ته نغدي جایزې هم په پام کې نیول شوې دي.»
د ټول هېواد په کچه د حسن تلاوت دغه سیالۍ چې پیل شوې، د هېواد په کچه لس غوره کسانو ته د دې شرکت له لوري د هڅولو په موخه نغدي جایزه هم ورکول کېږي. د غزني سیمه ییز مسوولین د دې شرکت له لوري د دې سیالۍ پیل یو غوره اقدام بولي او وایي، له دې سره به د حسن تلاوت کوونکو ظرفیت لوړ شي.
د غزني مرستیال والي عبدالرشید عمري وايي: « دوی باید له فراغت وروسته علم پرې نه ږدي. اصل عمل دا دی چې څوک قرآن یاد کړي او په دې پوه شي چې الله پاک موږ ته په قرآن کې کوم هدایات کړي.»
د غزني د مخابراتو رییس عبدالولي طیب احمد وايي: « زموږ د ولس لپاره په دې ډول برنامو کې شرکت کوي او د قرآن د حافظانو مالي لګښت پر غاړه اخلي، موږ له دې دريځه نورو شرکتونو ته هم بلنه ورکوو چې دا ډول پروګرامونه جوړ کړي.»
بل لور ته، په دې سیالۍ کې ګډون کوونکي د پروسې له روڼتیا خوښي څرګندوي او له نورو مخابراتي شرکتونو هم غواړي چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د زده کړو په بېلابېلو برخو کې سیالۍ پیل کړي، ترڅو ځوانان زده کړو ته تشویق شي.
د سیالیو ګډون کوونکی سید عبدالباسط مرتضوي وايي: « دا پروګرام زموږ لپاره ډېر مهم دی او موږ ته راښيي او انګیزه راکوي چې د لوړ مقام لپاره کوشش وکړو.»
د سیالۍ بل ګډون کوونکی سجاد محمدي وايي: « ټول باید قرآنکریم زده کړي او وهڅول شي چې قرآن الهي کتاب دی او لوستل یې زموږ زړه، روح او جسم ته آرامي را بښي.»
اتصالات مخابراتي شرکت د حج او اوقافو وزارت په ګډه همکارۍ هر کال د قرآن کریم د حسن تلاوت سیالۍ په لاره اچوي. د دې سیالیو ګټونکي د امکان په صورت کې د افغانستان په استازیتوب په دوبۍ کې د روژې میاشتې د قران پاک سیالۍ کې ګډون کوي. د دې سیالیو په پای کې د اتصالات شرکت غوره قاریانو ته د نغدو پیسو جایزه هم ورکوي.