د چین دولت او د دې هېواد د ګډو شرکتونو د افغانستان له زلزله ځپلو سره د ۴۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت بېړنۍ مرسته اعلان کړه.
کابل کې د چین شارژدافیر وایي، له افغانانو سره په دې سترغم کې شریک دي او ډاډ ورکوي چې په نږدې راتلونکي کې به یې هېواد له افغانانو سره په بېلابېلو برخم کې مرستې وکړي.
باوشوهوي زیاتوي، دا بېړنۍ مرستې دي او د پېښې قربانیانو ته به په بېړنۍ توګه ورسول شي.
هغه په دې اړه وايي:« لکه څنګه چې په جریان کې یاست، کونړ کې ډېره لویه زلزله وشوه. چین له افغانانو سره په دې ستره غمیزه کې خپله خواخوږي څرګندوي. د طبیعت خشم ماشوم، ځوان او سپین ږیری نه ګوري؛ ترڅو چې وضعیت نورمال کیږي، موږ به له تاسو سره یوځای د غم احساس کوو. ولسمشر شي جین پېنګ هم له افغانانو سره له وړاندې د شانګهای همکاریو سازمان په سرمشریزه کې خپله خواخوږي څرګنده کړه. د دې پېښې له رامنځته کېدو سره سم، چینایي شرکتونو او چینایي ډېپلوماټانو په بیړني ډول د غمځپلو لپاره مرستې برابرې کړې. نن ویاړم چې د مجلس په پای کې د چین د خلکو په استازیتوب کومې مرستې چې راټولې شوي، تاسو ته وسپارم او هیله لرم چې په دې غم کې څه ناڅه کمښت راولي. د ۴۰ زرو ډالرو دغه نغدي مرستې شوي او موږ هیله لرو چې دا مرستې پر وخت ورته ورسیږي. د چین حکومت تیار دی چې افغانستان ته نورې بېړنۍ مرستې هم ورسوي.»