په هرات ولایت کې د اوبو لګولو څاڅکي سیسټم ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې دی. یو شمېر بزګران وايي، د دې لارې یې د اوبو ضایع کېدو مخه نیولې او په عین وخت کې یې ښه حاصل هم ترې ترلاسه کړي.
د بزګرانو په وینا، تر ځمکي لاندې اوبو کچې ټټوالي او د اوبو کمښت دې ته اړ کړي چې د دودیزو لارو په ځای د څاڅکي اوبو لګولو سیسټم ته مخه کړي. بزګران باور لري چې دا سیسټم نه یوازې د اوبو مصرف کموي، بلکې د کرنیزو محصولاتو په کیفیت او کمیت کې هم ښه والی راولي.
بزګرغلام رسول وايي: « موږ اوس له هر جریب ځمکې څخه تر ۴۰ خروارو هندواڼې ټولو، حال دا چې په جویکي سیسټم کې مو ایله ۵ تر ۱۰ خرواره حاصل درلود.»
بزګر بریالی وايي: « په دې سره اوبه هم نه ضایع کېږي او کروندې هم ښه حاصلات ورکوي. نو ویل شم چې هم حاصلات ښه دي او هم یې لګښتونه کم راځي.»
بزګر ګل احمد وايي: « قطره يي سیسټم د اوبو د مصرف په لحاظ ډېر ښه دی، ځمکه هم نرمه ساتي. بله ګټه یې دا ده چې اضافي واښه او بوټي کنټرولوي، پر ځمکه اضافي واښه نه شنه کېږي او دا سبب کېږي چې ځمکې ته کومې اوبه او کیمیاوي کوډ رسېږي، د اړوند مېوې او بوټې له خوا مصرفېږي.»
بله خوا، د هرات کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، تر اوسه د دې ولایت شاوخوا شل سلنه د اوبو لګولو سیسټمونه په څاڅکي بدل شوي دي. د دوی په وینا، دغه سیسټم کولی شي تر ۷۰ سلنو پورې د اوبو د بې ځایه مصرف مخه ونیسي او د اوبو د سرچینو په سم مدیریت او د کرنې په پایدار پرمختګ کې مهم رول ولري.
د هرات کرنې ریاست د کرنیزو چارو آمر بشیر احمد احمدي وايي: « بحث شوی چې دا د څاڅکي سیسټم تر ټولو کروندګرو پورې ورسول شي، هغوی ته روزنه ورکړل شوې ده. همدا سبب شوي چې زموږ اکثریت کروندګر دې سيسټم ته مخه کړې.»
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو کالو کې د پرله پسې وچکالیو له امله تر ځمکې لاندي اوبو کچه ټیټه شوې او کروندګر د خپلو فصلونو خړوبولو په برخه کې له سختو ستونزو سره مخ دي.