د کندهار سرې میاشتې ټولنې د رواني ناروغانو د درملنې یوازینی مرکز هغه ځای دی چې د سوېل زون د رواني ناروغانو درملنه په کې کېږي.
د دې مرکز مسوولین وایي، اوس مهال ۱۸۳ تنه داسې نارینه او ښځینه ناروغان چې ځان یا نورو کسانو ته زیان رسوي، په دې مرکز کې ساتل کېږي او درملنه يي روانه ده.
د سوېل زون د سرې میاشتې ریاست د خپرونو مسوول مفتي محمد شعیب حقاني وايي: « دلته په دې مرکز کې شته نارینه ناروغان ۱۵۶ کسان دي او درملنه یې روانه ده. همدارنګه ۱ زر ۶۰۰ تنه هم هغه ناروغان لرو چې وضعیت یې د بستر کېدو نه دی، خپلو کورونو ته استول شوي، یا هملته وو، تر درملنې لاندې دي. همدارنګه ۲۷ تنې هم ښځینه ناروغانې په بستر کې لرو او ۵۷۰ تنې هم داسې ښځینه ناروغانې لرو چې په کورونو کې تر درمنلې لاندې دي.»
یاد مرکز کې د درملنې تر څنګ، کندهار کې د سرې میاشتې اداره وايي، ۲ زره۱۷۰ تنو ښځینه او نارینه ناروغانو ته په خپلو کورونو کې هم رواني خدمات وړاندې کوي.
د ډاکټرانو په خبره، هغه ناروغان چې د ټولنې لپاره جدي خطر لري، په دې مرکز کې په دوامداره توګه ساتل کېږي او تر منظمې درملنې لاندې دي.
د رواني ناروغانو د مرکز یو تن ډاکټر محمد یونس وايي: « دا ډول ناروغان دوامداره تداوۍ ته ضرورت لري. موږ ته چې کوم ناروغان راځي، نو پیل کې یې د حالت ارزونه کوو؛ که چېرې ځان یا شاوخوا خلکو ته زیان رسوي، دلته یې بستر کوو.»
په ورته مهال، یو شمېر هغه ناروغان چې مخکې په ناسم وضعیت کې دې مرکز ته راوړل شوي وو، اوس د ښه والي په حال کې دي او له ترلاسه شویو خدماتو خوښي څرګندوي.
دوی له حکومت غوښتنه کوي چې د رواني درملنې نور مرکزونه هم جوړ او خدمات پراخ شي.
تر درملنې لاندې رواني ناروغ صاحب جان وايي: « له موږ سره ډېرښه وضعیت کوي، درملنه مو روانه ده او تر پخوا ډېر ښه شوی یم.»
تر درملنې لاندې ناروغ قاضي وايي: «درې څلور میاشتې وړاندې زه دلته راغلم، ښه درمل راکوي او تداوي مې کېږي. زه تقریبا ً جوړ شوی یم.»
رواني ناروغ اختر محمد وايي: «موږ په دې ځای کې ستونزې هم لرو، دا ځای ډېر تنګ دی، که حکومت مرسته وکړي چې دا ځای لا پراخ شي او موږ په کې هوسا شو. نور شکر دی د خوراک شی را رسېږي.»
د یادونې وړ ده چې د غربت، ناامنیو او کورنیو ستونزو له امله د رواني ستونزو په زیاتیدو سره، د سوېلي زون سرې میاشتې ریاست مسوولین وایي، سره له ستونزو هڅه کوي چې رواني خدمات پراخ کړي؛ ترڅو نور ناروغان هم تر درملنې لاندې ونیول شي.