تردې مهاله د کونړ د یکشنبې شپې زلزلې له امله د شهیدانو شمېر یو زر او ۴۱۱ او د ټپیانو شمېر یې بیا له ۳ زره او ۱۲۴ ته لوړ شوی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د کونړ ولایت د زلزلې له امله خلکو ته د اوښتو ځاني او مالي تلفاتو دغه شمیرې د دې ولایت د نورګل، څوکۍ، چپې درې، پېچ درې او وټه پور ولسوالیو او همدارنګه د مرکز اسعد اباد اړوند دي.
د را پورونو له مخې، وضیعت ته په کتو ممکن د مرګ ژوبلې شمېرې نورې هم لوړې شي.
مجاهد په دې اړه وايي: « د کونړ ولایت په نورګل، څوکۍ، چپې درې، پېچ درې، وټه پور او اسعداباد کې د زلزلې له امله د شهیدانو شمېر۱۴۱۱ تنه او د ټپيانو شمېر ۳ زره او ۱۲۴ تنه دی او همدا راز ۵ زره او ۴۱۲ کورونه ویجاړ شوي دي.»
عامې ورغتیا وزارت بیا وايي، ترې دې مهاله یې زرګونه ټپیان د درملنې په موخه روغتیايي مرکزونه ته انتقال کړي او له نورو ادارو سره په همغږۍ کار کوي چې د پېښې ټولو ټپیانو ته روغتیايي خدمات ورسوي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وايي: « له تېرې ورځې تر اوسه پورې د ژغورنې عملیات جریان لري. تر اوسه روغتیايي مرکزونو ته شاوخوا ۲ زره ۳۰۰ ټپیان راوړل شوي؛ البته د ټپیانو شمېرې له دې ډېرې پورته دي، ځکه زموږ روغتیايي ټیمونه په سیمه کې هم په خدماتو بوخت دي؛ ځینې روغتیايي مرکزونه په سیمه کې هم شته او په خدماتو بوخت دي. په کونړ کې د مخابراتي سېګنال ستونزه ده او نه شو کولی دقیق ارقام وړاندې کړو. د شهیدانو په اړه هم کره ارقام نه شو شریکولی، ځکه چې سیمې له لاسرسي او پوښښ لرې دی او په همدې اساس به له کره مالوماتو وروسته شریک شي.»
په همدې حال کې د کونړ د نورګل ولسوالۍ او نورو زلزله ځپلو سیمو اوسېدونکي وايي، د وړمې شپې زلزلې له امله بشپړ کلي ویجاړ شوي او داسې کورونۍ هم شته چې ۲۰غړي یې د زلزلې په لومړي ټکان سره شهیدان شوی.
د کونړ یوتن اوسېدونکی وايي: « زموږ په یوه کور کې یوازې ۲تنه ژوندي پاتې دي او ۲۰ نور شهیدان شوي دي.»
ګڼ خلک د دغو ویجاړو کورونو د رانړېدلو دېوالونو او چتونو لاندې شوي چې د ځینو جسدونه د حکومت او ځايي خلکو په مرسته را ایستل شوي او ځینې نور یې لاهم تر خاورو لاندې دي چې د را ایستلو لپاره یې کار روان دی.
د کونړ یو اوسېدونکی وايي: «یو جرق شو او هرڅه را پرېوتل. چتونه او کورونه پر خلکو را وغورځېدل. اسلامي امارت ژر ترژره را ورسېد، څه مړي او ټپیان مو را ایستلي، خولا هم ډېر پاتې دي.»
د کونړ یو بل اوسېدونکی وايي: « بس خلک لګیا دي مړي را وباسي، د چا کور کې یو تن پاتې دی د چا دوه.»
د زلزلې له لومړي ساعته تر دې مهاله د افغان وسله وال پوځ چورلکو د خلکو د ژغورنې لپاره عملیات پیل کړي، په سلګونو الوتنې یې درلودې چې د پېښې سیمې ته یې د خوراکي او لومړنیو روغتیايي توکو د انتقال ترڅنګ د پېښې له ځایه یې ټپیان را لېږدولي دي او لاهم له ځنډ پرته یوه پربلې پسې د پېښې ځای ته پروازونه لري.
دا جعلي متن دی. د ډمی مینځپانګې لپاره د ډیفالټ متن مثالونه شتون نلري نو ما باید دا رامینځته کړی وي. دا ستاسو د خپل مینځپانګې سره بدل کړئ.