کونړ؛ هغه خاوره چې د ویر په څادر کې نغښتې. د کونړ غرنۍ او ښکلې فضا دا دوه ورځې د ماشومانو، مېرمنو او مشرانو په ویر او درد باندې غلې شوې، د کلیو له غېږو چیغې پورته کېږي او د اسمان لمنې د مظلومو وینو په سور رنګ رنګینې ښکاري.
هغه پلرونه چې تل به د خپلو اولادونو د ساتنې لپاره سپر ګڼل کېدل، خو نن د خپلو اولادونو جسدونه په غاړه تر یوې خاموشې کمپلې لاندې را اخیستي دي.
کونړ چې د طبیعت په ښکلا کې نوم لري، خو نن هغه ښکلې سیمه په سپينو کفنونو پوښل شوې او د وحشت یوه ژوندۍ ننداره ګرځېدلې.
له پېښي دوه ورځې تېریږي، خو لاهم خلک لګیا دي او له خاورو لاندې شوي د خپلو کورنيو غړي راوباسي.
دا خلک که څه هم په زړونو سوري شوي، خو له خلکو د مرستې غوښتنه کوي.
د زلزلې له امله یو تن زيانمن شوی وايي: « که چېرې د هوايي انتقال پروسه منظمه شي، ښايي د ډېری کسانو د مړینې مخه ونیول شي. باید د هغو کسانو د تدفین لپاره هم هڅې وشي چې ژوند یې له لاسه ورکړی.»
له زلزلې یوبل زیانمن شوی وايي: « له حکومت او عوامو دواړو ډېره مننه، الله دې ټولو سره ښه وکړي. له موږ سره داسې همدردي وکړي چې زموږ د خلکو د پوښاک، خوراک او نورو څیزونو خبر واخلئ. دا داسې یوه غمیزه او ماتم دی چې ښځې، نران، ماشومان او هر څوک یې ډوب کړي.»
هغه شنې سیمې چې د آرامۍ نغمې به يي ویلې، نن له خاورو، دوړو او ویجاړۍ سره پوښل شوې ده.
د سپېرو دېوالونو ترمنځ د ژوند هیلې نرۍ شوې او هغه کورونه چې د مینې، امن او امید تمثیل يي کاوه اوس یوازې د تیږو او خاورو یوه غمجنه دېره ښکاري.
د ماشومانو مستۍ نه ترسترګو کېږي، له کړکيو د مېندو خندا غلې شوې او د ماښام لمبه چې د کلي په هر کور کې بلېده، اوس د خاورو بوی نیولې.
د دې سیمې اوسېدونکي بیا د خوراک څښاک لپاره څه نه غواړي، خو له خلکو غوښتنه کوي چې تر خاورو لاندې جسدونو په را ایستلو کې ورسره مرسته وکړي.
له زلزلې یو تن زیامن شوی وايي: « اوس دوه کارونه ډېر اړین دي، د ټپیانو را ایستل او درملنه او د ماشومانو لپاره ډوډۍ تیارول. له دولت او ولس مو هیله همدا ده چې د خلکو غم وخوري.»
له زلزلې یو بل زیانمن شوی وايي: « دلته داسې کلي شته چې تر اوسه یې هېچا پوښتنه نه ده کړې، نه الوتکې ورغلې او نه هم خلک. باید پوښتنه یې وشي.»
د تېري یکشنبې په شپه شاوخوا ۱۲ بجې د لغمان، ننګرهار او کونړ ځینې سیمې یوې زورورې زلزلې ولړزولې چې د کونړ نورګل ولسوالۍ ځینې کلي يې په بشپړ ډول وران او زرګونه کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
سیمې ته له ګڼو ولایتونو خلک ورغلي، ترڅو له خاورو د لاندې شویو کسانو په را ایستلو کې مرسته وکړي.