Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کونړ ته د ژغورنې او مرستندویه ټیمونه رسېدلي

کونړ ته د ژغورنې او مرستندویه ټیمونه رسېدلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/02

د یکشنبې شپه د ټول ختیځ لپاره مرګونې او د سلګونه انسانانو لپاره تر خاورو لاندې د ژوند وروستۍ شپه وه.

د ریښتر په کچه ۶.۴ درجې زورورې زلزلې د کونړ، ننګرهار، لغمان، نوروستان او پنجشیر ولایتونو ځينې سیمې ولړزولې او له ځاني زیان سربیره یې په پراخه کچه مالي زیانونه هم واړول.

د کونړ اوسېدونکی ځدران وايي: « تر اوسه مو جلال آباد ته سلګونه ټپیان لېږدولي او سلګونه نور کسان تر خاورو لاندې پراته دي. زموږ د نورګېل ولسوالۍ اکثریت کلي زلزلې ویجاړ کړي دي.»

په زلزله کې د قرباني شوې کورنۍ یو تن غړی وايي: « زما د کورنۍ اکثریت غړي شهیدان شوي. د یوه وراره مې ښځې او بچي شهیدان دي، هلته مې ورینداره سره له ماشومانو شهیدان شوي، هغه بل کور کې مې یو وراره او دوې ورېرې شهیدانې شوي، کورنه ټول ویجاړي دي او مړي هلته پراته دي. بس د الله امر و او راغی په موږ وشو.»

ځايي مسوولین وايي، له پېښې سره سم یې د ځمکې له لارې ژغورونکې ټیمونه او د بېړنیو مرستو کاروانونه رسولي او ګڼ شمېر شهیدان او ټپیان یې له خاور ایستلي دي.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریيس مولوي امین الله شریف وايي: « کله چې موږ بېګا شپه خبر شو چې زموږ پر هېوادوالو زلزله راغلې، له ځان سره مو تر ۵۰ امبولانسونه را واخیستل او حرکت مو وکړ. د سهار لمانځه مهال د زلزلې سیمې ته را ورسېدو. اوس زموږ هوايي او ځمکني ټیمونه لګیا دي او د ژغورني عملیات ترسره کوي؛ خو لاهم ډېر خلک تر خاورو لاندې پاتې دي او ډېر کار ته اړتیا ده.»

د ننګرهار هوايي ډګر کې د ملي دفاع وزارت هوايي ځواکونه په هیلکوپټرو کې د زلزلې قربانیان، مړي، ټپیان او مرستندویه توکي لېږدوي.

رسمي تایيد شوي معلومات چې د ډېرېدو او تغییر وړ دي، په دې پېښه کې د ۸۷۰ تنو شهیدانو او ۲۷۵۹ تنو ژوبلېدو پخلی کوي. د دغو شمېرو له مخې، یوازې په کونړ ولایت کې ۸۰۰ تنه چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي شهیدان شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي: « په کونړ کې په عمومي ډول تر اوسه پورې د ۸۰۰ تنو شهیدانو راپور لرو(انا لله و انا الیه راجعون). همدارنګه ۲۵۰۰ تنه ژوبل شوي. د پېښې محل نورګېل، څوکۍ، وټه پور، ماڼوګي او چپه دره ولسوالۍ او ځینې نورې سیمې دي. د نورګېل ولسوالۍ مزاردره کلي ته د ژغورنې ټیمونه رسېدلي، خو تر اوسه یې د مرګ ژوبلې جزئیات نه دي رسېدلي، چې ښايي د مرګ ژوبله کچه لوړه کړي.»      

د وړمې شپې زلزلې د مرګ ژوبلې له ډلې په کونړ کې ۸۰۰ تنه شهیدان، ۲۵۰۰ تنه ټپيان دي، په ننګرهار کې ۱۲ تنه شهیدان او ۲۵۵ ټپيان دي، په لغمان کې ۵۸ تنه ټپیان او نورستان کې ۴ تنه ټيپان شوي دي.

په  دې مرګونې پيښې د هېواد دننه افغانانو سربېره په نړیواله کچه هم خواشيني ښودل شوې او د ملګروملتونو د سرمنشي په شمول د ګڼو هېوادونو لوړ پوړو چارواکو یاده پېښه یوه غمیزه بللې ده.

زلزله ځپلو سیمو کې لاهم دولتي او غیردولتي ژغورندویه او د مرستو رسوونکو ډلې لګیا دي او ترخاورو لاندې ټپيان او جسدونه را اوباسي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist