شکریه نظري هغه مېرمن ده چې له نږدې شلو کالو راهیسې د غالۍ اوبدلو او لاس بکس جوړولو په برخه کې نجونې او مېرمنې روزي.
له پنځه کالو راهیسې یې د دې پانګونې له لارې شاوخوا ۴۵ بېوزله مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړې.
نوموړې وایي، په هرو څلورو میاشتو کې نږدې د لسو غالیو اوبدلو امکانات لري او په خبره يې، تر دې وروسته له ایرانه راستنو شویو مېرمنو ته هم د کاري زمینې برابرولو لپاره هڅې کوي.
غالۍ اوبدونکې شکریه نظري وايي: « دا زموږ اجدادي کار دی، شاوخوا شل کاله کېږي چې زه هم په دې کار کې استاده یم. د غالیو اوبدلو کارونه ښه شوي؛ له دې وړاندې زما شاګران کم وو، خو کله چې ښوونځي بند شول، د ښځو او نجونو علاقمندي زیاته شوه او اوس مې شاګردان ډېر دي.»
دلته پر کارونو بوختې ښځې هم له دې فرصت خوښي څرګندوي او وایي، د کار زمینه برابرېدل د دوی لپاره د کورنۍ د لګښتونو په پیدا کولو کې مرسته کوي. دوی ټینګار کوي چې د متشبثو مېرمنو ملاتړ دې زیات شي، ترڅو د نورو ښځو لپاره هم د کار زمینه برابره شي.
له ایرانه راستنه شوې سمیه نعیمي وايي: « ښه دی، دومره کار کوو چې ګوزاره مو پرې کېږي. د خپلو ملګرو او د هغوی د ملګرو فرمایشات منو او ورته غالۍ اوبو.
غالۍ اوبدونکې زهرا امیري وايي: « موږ له موسسو او سوداګرو هیله لرو چې زموږ ملاتړ وکړي، ترڅو لا نور پرمختګ وکړو.»
په ورته مهال، د لوېدیځ زون د مېرمنو سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولان وایي، دوی په پام کې لري له ایرانه راستنېدونکو ۴۳۰ تنو ښځو ته د حرفوي زده کړو او ۲۳۰ نورو ته د کار زمینه برابره کړي.
د لوېدیځ زون د ښځو سوداګرۍ او صنایعو خونې رییسه بهناز سلجوقي وايي: « موږ د تازه راستنو شویو ښځو او نجونو د کارموندنې په نوم یو کمپاین پيل کړی. دا کمپاین د هغو ښځو له تاوده هرکلي سره مخ شوی چې کسب او کار کوي. ټاکل شوې زموږ د کارخونې له خوا ۴۳۰ تنو تازه راستنو شویو ښځو ته فني او حرفوي زده کړې ورکړل شي او ۲۳۰ نورو ښځو ته د کار زمینه برابره شي.»
د دې خونې د مالوماتو له مخې، اوس مهال د مېرمنو په مشرۍ شاوخوا ۱۰۰ کارځایونو کې له ګاونډیو هېوادونو راستنېدونکو ښځو ته د کار زمینه برابریږي. دوی زیاتوي، که د افغان حکومت، خیریه بنسټونو او نړیوالو موسسو ملاتړ زیات شي، نو دا کاري فرصتونه به لا پراخ او ګڼ شمېر نورو ښځو ته به هم د کار کولو زمینه برابره شي.