په داسې حال کې چې هېوادوال او په ځانګړې توګه د ټکسي موټرو چلوونکي، له تېرو څو اونیو راهیسې د پټرولو او ډیزلو د بیو له لوړوالي شکایت کوي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د بې کیفیته نفتي توکو(روغنیاتو)، پټرولو، ډیزلو او مایع ګازو د وارداتو مخنیوي لپاره نوي سټنډرډونه نافذ شوي دي.
په اعلامیه کې راغلي، دا سټنډرډونه د اسلامي امارت د رهبر د حکم پر بنسټ د سټنډرډ ملي ادارې، د نفتو اړوند ادارو او تخنیکي کمېټو تر ارزونې وروسته منظور شوي چې موخه یې د بې کیفیته تېلو د وارداتو مخنیوی، د وسایطو خوندي توب، د چاپېریال ساتنه او د خلکو روغتیا ته پاملرنه ده.
د خبرپاڼې له مخې، ټول واردوونکي مکلف دي چې د تیلو د بیو د تعادل په برخه کې همکاري وکړي، له احتکار ډډه وکړي او له غلطو تبلیغاتو ځان وساتي.
اعلامیه زیاتوي، له سر غړونکو سره به قانوني چلن وشي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي: « نوي سټنډرډونه د پټرولو، ډیزلو، مایع ګاز او موبلایلو لپاره د ملي سټنډرډونو له مخې، د اقلیمي شرایطو او د هېواد د اړتیاوو په پام کې نیولو سره د سټنډرډ ملي ادارې، د بې کیفیته تېلو د وارداتو مخنیوي کمېټې او تخنیکي کمېټو له خوا له هر اړخیزو تخنیکي ارزونو وروسته د سټنډرډونو عالي شورا منظور او د اسلامي امارت د رهبر د حکم له مخې رسما نافذ شول.»
د اقتصادي چارو شنونکي وایي، د تېلو د نرخ د ټیټوالي له امله ډېر خلک د(اې۸۰) ډوله پټرول کاروي.
دوی غواړي چې باکیفیته موادو ته لاسرسی زیات شي او له ګاونډیو هېوادونو سره د تېلو د وارداتو تړونونه لاسلیک شي.
دوی زیاتوي، خلک د مجبوریت له امله ټیټ کیفیت پټرول استعمالوي، خو د باکیفیته تېلو لپاره باید په هېواد کې لويي زېرمې جوړې شي.
د اقتصادي چارو شنونکی سید مسعود وايي: « د یوه ډول تېلو منع کول او د هغې له بل ډول کار اخیستل دې ته اړتیا لري چې له دغو تېلو د ګټې اخیستلو لپاره سترې زېرمې باید موجودې وي؛ ترڅو بازار ته د عرضې له کمبود سره مخ نه شو او قېمتونه لوړ نه شي. باید هغه کسان هم متضرر نه شي چې د نفتي موادو کاروبار لري.»
ځینې نور بیا وايي، که اسلامي امارت غواړي د بې کیفیته تېلو له قاچاقمخنیوی وکړي، نو لومړی باید د تېلو په بیو کې له احتکار مخنیوی وشي، له نړیوالو هېوادونو سره د نفتو د وارداتو په برخه کې تړونونه لاسلیک شي او په هېواد کې د باکیفیته تېلو سترې زېرمې جوړې شي.
د اقتصادي چارو شنونکی یونس ځدراڼ وايي: « د بې کیفیته تېلو په اړه هغه پروګرام چې حکومت ترلاس لاندې نیولی، زما په اند ښه پلان او پروګرام دی؛ خو د دې پلان د عملي کولو لپاره باید دولت څو مسایلو ته پاملرنه وکړي. په لومړي ګام کې د نورو تېلو بدیل د روسیې ۹۲ ډوله پټرول دي. باید له دې هېواد سره تړون وشي او په کافي اندازه زېرمې ولرو.»
دا په داسې حال کې ده چې د ۱۴۰۴ کال د جوزا په ۱۴مه د چهارشنبې په ورځ، مولوي شمسالدین شریعتي د اسلامي امارت د احکامو د څارنې عمومي ریاست سرپرست، په یوه خبري ناسته کې ویلي چې د رهبر د حکم له مخې، د بېکیفیته تیلو واردات منع شوي دي.