Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
تحلیل کوونکي: پاکستان له څو لسیزو راهیسې د وسله والو ډلو روزنې ستراتیژي کاروي

تحلیل کوونکي: پاکستان له څو لسیزو راهیسې د وسله والو ډلو روزنې ستراتیژي کاروي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/02

پاکستان هغه هېواد دی چې له څو لسیزو راهیسې د وسله والو ډلو په روزنه او ملاتړ تورن دی او وخت ناوخت یې چارواکي هم دا مني چې د تېرو څو لسیزو راهیسې یې د ځینو هېوادونو په خوله  وسله وال روزلي دي.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، پاکستان لاهم هغه ستراتیژي نه ده بدله کړې چې له مخې یې وسله والې ډلې روزي او اوس هم د دې هېواد کنټرول لاندې سیمو کې د داعش په څېر وسله والې ډلې حضور او مرکزونه لري.

د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر وايي: « لکه څرنګه چې د پاکستان دفاع او کورنیو چارو وزیرانو اعتراف وکړ چې په تېرو ۵۰ کالو کې یې د لوېديځو هېوادونو چټل کارونه ترسره کول، نن هم هماغه کارونه ادامه لري. دوی د داعش په څېر ترهګرې ډلې په خپله خاوره کې روزي، د افغانستان او نورو هېوادونو پر ضد ترې کار اخلي. دا هرڅه مستند شوي او له همدې امله پاکستانیان کوښښ کوي چې پر نړیواله کچه د ملامتۍ ګوته افغانستان ته ونیسي.»

د دوی په باور، ګڼ داسې نړیوال شواهد موجود دي چې پاکستان په ګاونډ او سیمه کې د خپلو اهدافو لپاره وسله وال روزلي او لا یې هم روزي او دا کار د سیمې او نړۍ امنیت لپاره ستر ګواښ دی.

دوی وايي، نړیواله ټولنه باید پر پاکستان د بندیزونو وضع کېدو له لارې فشار راوړي چې د ډلو ټپلو له روزنې لاس واخلي.

د سیاسي چاروشنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « پر نړیواله کچه او د سیمې پر کچه داسې ډېر شواهد شته چې پاکستان د داسې ډلو او ټپلو کوربه توب کوي او تمویلي یې چې هغه سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی. اوس د دې وخت راسېدلی چې نړیوال پر پاکستان بندیزونه ولګوي، ترڅو پاکستان له دې ډول کارونو لاس اخیستلو ته اړ شي او په سیمه کې امنیتي ګواښونه رامنځته نه کړي.»

د شنونکو غوښتنه داده چې نړۍ باید نور د پاکستان د دې ستراتیژۍ پر وړاندې چوپه پاتې نه شي چې پر مټ يې وسله والې ډلې روزي او تر کنټرول لاندې سیمو کې یې مرکزونه لري او نړیوال امنیت ته یې ګواښ جوړ کړی.

د سیاسي چاروشنونکی نجیب الرحمان شمال وايي: « باید ټول هېوادونه سره لاس ورکړي او د ترهګرۍ د دې شومې پدیدې جرړې وباسي، ترڅو د سیمې او نړۍ امنیت له دې ډېر متضرر نه شي. د حکومت دنده هم یوازې دا نه ده چې له دې ډلې سره مبارزه وکړي، بلکې نړیوال اتحاد کولی شي په دې برخه کې مرسته وکړي.»

د چارو یو شمېر شنونکو په اند، ښه به دا وي چې نړۍ د پاکستان د تأسیس په لومړیو لسیزو کې پراسلام اباد داسې فشارونه وارد کړي وای چې هماغه مهال یې د وسله والو ډلو له ملاتړ لاس اخیستی وای، خو اوس هم ناوخته نه دی او په کار ده چې په دې برخه کې جدي اقدام وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی کمال ناصر اصولي وايي: « نړۍ په دې پوهېږي چې پاکستان تل د افغانستان او سیمې لپاره نفرتونه زیږولي، مسلح افراد یې تربیه کړي او بیا یې د سیمې هېوادونو ته لېږلي او د هغوی نظامونه یې ورباندې چلنج کړي. اوس هم دا لړۍ ادامه لري او د داعش په ګډون مختلفې ډلې روزي او په سیمه کې او بیا په ځانګړې توګه افغانستان کې پرې نظام چلنج کوي. دا له هېچا پټه نه ده او نړۍ هم په دې پوهېږي. نړۍ باید په تېرو ۲۵ کالو کې پاکستان سمې لارې ته برابر کړی وای، خو اوس هم ډېره ناوخته نه ده چې دا فشارونه حقیقي شي.»

د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي چې په افغانستان کې د داعش خرسان ډلې په ضد عملیاتو له امله د دې ډلې ډېری مشران له ډیورنډ فرضي کرښې اوښتي او د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمو ته تللي چې په یادو سیمو کې د دې ډلې د مشرانو خوندیتوب سیمه ییز او نړیوال امنیتي ګواښونه پېښولی شي.

خلیلزاد له امریکا هم غوښتي چې د یادې ډلې پر وړاندې جدي مبارزې په برخه کې دې پر پاکستان فشار راوړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist