Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/01

د ۲۰۲۵ کال اګسټ۳۱مه هغه ورځ ده چې د پاکستان له خوا افغان کډوالو او په ځانګړې توګه له ملګرو ملتونو سره راجسټر پي او آر کارت لرونکو افغان مهاجرو ته له دې هېواده د وتلو لپاره د وروستۍ نېټې په توګه ټاکل شوې وه. د دې نېټې له پوره کېدو سره سم، په ټول پاکستان کې د افغان ګډوالو د جبري اخراج، وهلو ټکولو، ځورولو او کورونو پلټنې عملیات پیل شوي دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمیسیون هېواد ته د راستنېدونکو افغانانو لپاره د بشپړ چمتووالي ډاډ ورکوي.

یاد کمیسيون له نړیوالو مرستندويانو هم غواړي چې کډوالو ته د اسانتیاو برابرولو او هېواد ته يې په تدریجي ډول راستنېدلو کې د اسلامي امارت له حکومت سره همکاري وکړي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمیسیون ویاند احمدالله وثیق وايي: « حکومت د خپلو هېوادوالو د راتګ لپاره هرڅه چمتو کړي، خو بیا هم په هغو ټولو نهادونو چې د مهاجرینو په برخه کې کار کوي، غږ کوو چې د پاکستان پر حکومت فشار راوړي، له هغوی سره موضوع شریکه کړي، ترڅو دا مهاجرین د یوه مکانېزم او یوه مهالوېش له لارې افغانستان ته راستانه شي او داسې په تدریج سره را ولېږل شي چې دلته یې په سمه توګه مدیریت او خدمت وشي.»              

په ورته وخت کې پاکستان مېشت افغان کډوال هلته د کډوالو اوسنی وضعیت بحراني بولي او زیاتوي چې پاکستاني پولیس له دوی څخه په بېلابېلو پلمو باج اخلي.

په پاکستان کې دېره افغان اول خان وايي: « ډېری نارینه پولیسو نیولي، لومړی یې کمپ ته وړي او بیا یې په تورخم را اړولي، خو کورنۍ او د کور سامان ترې پاتې دي. همدارنګه د پنجاب پولیسو له هغو افغانانو هم پیسې اخلي چې خپلې کډې یې بار کړې دي او افغانستان ته ځي.»

پاکستان مېشت افغان مجاهد شینواری وايي: « د دې لپاره باید افغان مهاجرینو ته وخت ورکړل شي، ترڅو هغوی خپل کاروبار راټول کړي، له چاسره یې چې پیسې دي هغه ترې واخلي، ځمکې او جایدادونه وپلوري.»

ټاکل شوې شاوخوا ۱.۴ میلیونه افغان کډوال او د پي او آر کارت لرونکي په دې پړاو کې له پاکستان څخه اخراج شي. نړیوالو سازمانونو لا تر اوسه په دې اړه د مهلت تمدیدولو لپاره جدي ګام نه دی پورته کړی.

د کډوالو د حقونو فعالان پر پاکستان د فشار راوړلو او حکومت سره د کډوالو په برخه کې د مرستې غوښتنه کوي.

د بشري حقونو فعال محمد خان طالبي محمدزی وايي: « له پاکستان څخه په زور د هغو افغان مهاجرینو شړل چې د اوږدې مودې لپاره یې په دې هېواد کې ژوند کړی، د بشر پالنې اصولو او د ۱۹۵۱ کال د کډوالو کنوانسیون خلاف عمل او نقض دی.»

د بشري حقونو فعال ګلاخان بهادري وايي: « دا د نړیوالو نهادونو او ادارو مسوولیت چې پر پاکستان فشار زیات کړي، ترڅو د اخراج لړۍ ودروي او مهلت تمدید کړي.»

د یادونې وړ ده چې د بشري حقونو مدافعانو نړیوال فډراسیون د یوې اعلامیې په خپرولو سره له پاکستان غوښتي چې د افغان کډوالو د اخراج پروسه ودروي. دغه سازمان همداراز له نړیوالې ټولنې په پاکستان کې د افغان کډوالو د ملاتړ او مرستې غوښتنه کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist