د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې یو شمېر سوداګریزې او استوګنیزې ودانۍ چې لسګونه کاله وړاندې جوړې شوې، له یوې خوا د دې لرغوني ښار زړښت ثابتوي، خو له بلې خوا په کې ګڼ کسان د ورځنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره کار کوي.
د مزار ښاروالي وايي، د پلان له مخې به حضرت علي(رض) ته منسوبې روضې شاوخوا زړې سوداګریزې ودانۍ د نویو معیاري مارکیټونو جوړولو لپاره ونړوي.
د مسوولانو په خبره، د ښاروالۍ له لوري پیلېدونکې دا پروژه د هغو مارکېټونو د بیا رغونې لپاره ده چې له ۴۰ تر۷۰ کلونو وړاندې جوړې شوې دي.
د مزار ښاروالۍ ویاند مصطفی محمدي وايي: « ښاروالۍ د دې ساختمانونو سروې کړې او په درېیو کټه ګوریو یې وېشلې دي. هغه ودانۍ چې ډېر مشکل لري او چپه کېدو ته نږدې شوې دي، د منځني حالت لرونکې او لږ تخریب شوې ودانۍ. ښاروالي پلان لري چې دغه ودانۍ بېرته له سره جوړې کړي.»
مزار ښاریان د ښاروالۍ له لوري د دې پلان هرکلی کوي او له مسوولانو غواړي چې نوې جوړېدونکې ودانۍ دې له ښاري معیارونو سره سمې جوړې شي.
د مزار شريف اوسېدونکی ذبیح الله عسکر زاده وايي: « موږ د ښاریانو په توګه د ښاروالۍ له دې طرحې ملاتړ کوو؛ ځکه چې دا ودانۍ له نیمې پېړۍ زیات قدامت لري او له ساختماني پلوه هم اوسني معیارونه نه لري. دا ودانۍ زړې شوې، او اوسنۍ ښاري اړتیاوې نه پوره کوي او له ګڼو عصري امکاناتو بې برخې دي.»
د مزار شریف ښار اوسېدونکی سید سجاد مسوي وايي: « د مزارشریف ښاروالۍ یو ډېر ښه ګام پورته کړی او غواړي هغه زړې شوې ودانۍ ونړوي چې هېڅ ډول امکانات نه لري. دا ودانۍ باید له سره جوړې او ټول امکانات په کې پام کې ونیول شي. دغه کار کولی شي د زلزلې خطرونه کم کړي، ځکه چې دا ودانۍ نیم قرن وړاندې جوړې شوې دي.»
اخوا بیا د چارو شنوونکي په دې باور دي چې د زړو ودانیو پرځای د نویو مارکېټونو جوړیدو سره به نه یوازې دا چې ښاري معیارونه تطبیق شي بلکې خلکو ته به د کاري زمينې په برابرولو کې هم مهم رول لري.
د دوی په خبره، د زړو ودانیو نړېدل به د طبیعي پېښو د مخنیوي ترڅنګ، خلکو ته د خوندي ژوند اسانتیاوې هم برابرې کړي.
د چارو شنونکی عصمت الله اسحق زی وايي: « دا یو ښه اقدام دی. خلک له دې ودانیو وېرېږي، ځکه چې نیمه پېړۍ وړاندې جوړې شوې دي. همدارنګه دا ودانۍ هغه معیارونه نه لري چې اوس ورته اړتیا ده.»
مزار ښاروالۍ داسې مهال د زړو ودانیو له ویجاړولو خبر ورکوي چې په دې وروستیو کې د بلخ ډېری اوسېدونکي د استوګنیزوکورونو له کمښت او لوړو کرايو شکایت.