Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
لښکرګاه کې د ۳.۲ میلیونه ډالرو په ارزښت پرهلمند سیند نوی پل جوړېږي

لښکرګاه کې د ۳.۲ میلیونه ډالرو په ارزښت پرهلمند سیند نوی پل جوړېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/01

د هلمند سیمه ییز مسوولین وایي، په مرکز لښکرګاه کې د هلمند پر سیند د ٣.٢ میلیونه امریکایې ډالرو په لګښت د ٣٤٠ مترو په اوږدوالي او٩ متره سور په لرلو سره، یو لوی پل جوړوي چې د دې پله جوړېدل به دوه کلونه وخت ونیسي.

مسوولین وايي، دغه پل به د هلمند شمالي ولسوالیو اوسېدونکو لپاره د تګ راتګ ترڅنګ د کرنې، سوداګرۍ او اقتصادي چارو د اسانتیا لامل شي.

د هلمند والي ویاند محمد قاسم ریاض وايي: « د هلمند ولایت مقام په هڅو او په زیار او د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی معینیت د عوایدو په لګښت چې ۳ میلیونه ۲۰۰ زره امریکايي ډالر کېږي، دا پل جوړېږي. دا به ۳۴۰ متره اوږدوالی او ۹ متره پلنوالی ولري، د دوو کالو په اوږدو کې د یوه خصوصي شرکت له خوا جوړېږي.»

په ورته مهال، د همدې پله په مسیر کې د بابا جي ولسوالۍ ١٠.٥ کیلومټره سړک هم ګټه اخیستې ته وسپارل شو. د چارواکو په خبره، د دې سړک په جوړولو ١.٧ میلیونه امریکایې ډالره لګښت راغلی او د ولایت مقام په مالي او تخنیکې همکارۍ په اساسې ډول تر جوړولو وروسته، ګټه اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د دې سړک په اوږدو کې د اوبو د ایستلو لپاره کانالونه، پلچکونه او نورې اړینې تخنیکي اسانتیاوي هم په پام کي نیول شوې دي.

د هلمند د والي ویاند په دې اړه وايي: « له دې پله سره څنګ کې، د هلمند له سیند څخه تر بغرا پورې په باباجي ولسوالۍ کې لس کیلومټره سړک د ۱.۷ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت جوړ او ګټه اخیستنې ته وسپارل شو.»

د هلمند شمالي ولسوالیو اوسېدونکي دغه راز وايي، د دې سړک او پله جوړېدو سره به مرکز لښکرګاه ته د دوی لار لنډې شي، په کرنه، سوداګرۍ او اقتصادي چارو کې به له دوی سره مرسته وکړې.

د هلمند اوسېدونکی حکمت الله وايي: « زموږ له کوره تر لښکرګاه ښار پورې ۱ کیلو مټر لاره هم نه ده، خو د پله نه شتوالي له امله به موږ شل کیلومټره واټن د بولان له لارې واهه ترڅو لښکرګاه ته ورسېږو.»

د هلمند اوسېدونکی عطا الله وايي: « پخوا به موږ په بولان باندې راګرځېدو، یو تر دوه ساعتونو به د لښکرګاه پل د ګڼه ګوڼې له امله بند و. موږ له دې امله ډېر سخت په تکلیف یو.»

د هلمند اوسېدونکی وکیل احمد وايي: «موږ د باباجي لارې له جوړېدو سره ډېرهوسا یو. که دا پل هم جوړ شي، دا به د خلکو لپاره ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي.»

هلمند مرکز لښکرګاه کې د کلونو راهیسي پرهلمند سیند یو پل موجود دی او د زیاتو ولسوالیو د اوسېدونکو د تګ راتګ لار ده. دغه لار ډیری مهال د زیات بیروبار له امله بنده وي، خو د یاد سړک او پل له جوړېدو سره به ټرافیکي ګڼه ګوڼه کمه او خلک به ژر کارونو ته ورسېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist