د ۲۰۲۱زېږدیز کال د اګسټ په ۳۱مه وروستی امریکایي سرتېری په کابل هوایي ډګر کې الوتکې ته پورته شو او په دې سره افغانستان کې د امریکا شاوخوا شل کلن پوځي حضور پای ته ورسېد.
د څلورو کلونو په تېرېدو سره، اوس د امریکا استازو جرګې ځيني غړي چې د امريکا د پوځ متقاعد جنرالان هم دي، له افغانستان څخه د سرتېرو ايستلو په اړه د بایډن ادارې پر پالیسیو توندې نیوکې کوي.
دغو جمهوريت پالو استازو چې په منځني ختیځ او افغانستان کې یې د امريکا د پوځ په لیکو کې دندې ترسره کړې، له فاکس نیوز سره په خبرو کې ویلي، له افغانستان د ځواکونو ايستل د امريکا تاریخي ناکامي وه او له امله يې دوی په ژور خپګان اخته شوي.
د امريکا د استازو جرګې غړی ډان بېکن ویلي: « زما په ژوند کې د هر ولسمشر له خوا تر ټولو بد کار په دې توګه د افغانستان پرېښودل و. دا د ناوړه عملیاتو یوه بېلګه وه چې ما لیدلې. اوس له موږ میندې او پلرونه پوښتنه کوي چې ولې یې زوی له لاسه ورکړ؟ ما خپله له دې میندو او پلرونو سره خبرې کړې؛ هغوی وایي، ولې یې زوی د هغه څه لپاره قرباني شو چې بایډن د خپلې ناکامه پالیسۍ له امله له لاسه ورکړل؟»
د استازو جرګې یوه بل غړي پټ هېریګن هم په افغانستان کې دوې دورې د امریکا د ځانګړو ځواکونو د افسر په توګه دنده ترسره کړې. دی له افغانستانه د سرتېرو ايستلو پروسه ناکامه يادوي او په خبره يې، دا سټراټیژي د امریکا راتلونکی نسل د جګړې لوري ته وړلی شي.
د امريکا د استازو جرګې غړی پټ هېریګن ویلي: « ما وژړل؛ ځکه چې دا یوازې د افغانستان له لاسه ورکول نه و، نه د شلو کلونو هڅو په اړه چې موږ هلته کړې وې، نه د هغو ژمنو په اړه چې پوره مو نه کړې، نه هم د هغو ۱۳ امریکایانو په اړه چې د وتلو په پروسه کې ووژل شول. ما ځکه وژړل چې زه باور لرم دا سټراټیژیکه کمزورتیا د امریکا راتلونکی نسل د جګړې لوري ته وړلی شي.»
نوموړي همدا راز له افغانستانه د وتلو وروسته د بایډن ادارې پر پالیسیو هم نیوکه کوي او وايي، د افغانستان حکومت ته باید هره اوونۍ میلیونونه ډالر نه وای ورکړل شوي. هېریګن د افغانستان په اړه د ټرمپ ادارې اوسنۍ پالیسي هم د اندېښنې وړ بولي.
د امريکا د استازو جرګې غړی پټ هېریګن زیاتوي: « ولسمشر بایډن په اوونۍ کې ۴۰ ميلیون ډالر طالبانو ته لېږل. څوک پوهېږي چې دا کار یې ولې کاوه؟ اوس بیا له هغوی سره هېڅ اړیکه نه لرو چې دا هم یو ستونزمن حالت دی. که موږ پرې دوامداره څار ونه لرو، ممکن افغانستان راتلونکي کې د ترهګرۍ لپاره خوندي ځای پاتې شي.»
د امريکا د استازو جرګې دغو غړیو دا څرګندونې داسې مهال کړې دي چې له افغانستانه د وروستي امریکایي سرتېري د وتلو څلورمې کالیزې په را رسېدو سره، سرپرست حکومت یاده ورځ د افغانانو د یووالي سمبول یاد کړی او زیاته کړې یې ده چې په دې ورځ افغانانو ثابته کړه چې نور دې هېڅ هېواد په افغانستان کې د پوځي حضور هڅه نه کوي.